
د پرتګال هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او یوونټوس کلب تکړه بریدګر لوبغاړي کریسټیانو رونالډو د لومړي ځل لپاره ایټالوي کلب (سري آ) کې د آزادې ضربې په وسیله ګولوهنه ترسره کړه.
رونالډو دا آزاده ضربه پرون شنبه د ایټالیا هیواد کورني لیګ په ۳۰مه اونۍ کې د تورینو لوبډلې په وړاندې ووهله، چې په ګولوهنې یې بدله کړه.
رونالډو وروسته له هغه چې له یوونټوس سره یو ځای شو، دا یې د ایټالیا په کورني لیګ کې ۴۴تمه آزاده ضربه چې ویې وهله، خو په تېرو ۴۳ ضربو کې ناکام وو او بلاخره یې ۴۴تمه ازاده ضربه ګول کړه.
کریسټیانو رونالډو د یادې ګولوهنې څخه وروسته وویل، چې دې ډول ګول ته یې زیاته اړتیا درلوده، ځکه دا یې په پرمختګ کې خورا مهم رول لري.
۳۵ کلن رونالډو دوه کلونه مخکې د ځینو اختلافونو له امله اسپانوۍ لوبډله ریال ماډرید پرېښودله او د ایټالوي کلب یوونټوس سره یو ځای شو.
له هغه وروسته چې رونالډو د یوونټوس کلب سره یو ځای شوی، د دې لوبډلې لپاره یې ۵۷ لوبو کې ۴۶ ګولوهنې ترسره کړې دي.
کریسټیانو رونالډو تر دې دمه د میسې سر یو ځای د نړۍ خورا مخکښ فوټبالر یادیږي.
رونالډو د نورو شخصې جایزو ترڅنګ ۵ د سرو زرو توپونه او څلور یې بیا د سرو زرو بوټان ترلاسه کړې دي.
میسې بیا ۶ د سرو زرو توپونه او ۶ بیا د سرو زرو بوټان ترلاسه کړې دي.
د سرو زرو توپ د کال تر ټولو غوره لوبغاړې ته او د سرو زرو بوټ بیا د کال تر ټولو زیات ګولوهونکې ته ورکول کیږي.