رونالډو خپلي ګولوهني ۷۰۰ ته ورسولې!

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ليکنه: صابرحميدي
د پرتګال هیواد او ایټالوي کلب (جیونټوس) تکړه بریدګر لوبغاړي رونالډو ۶۹۹ ګولوهني له ځان سره درلودې، چي تېره شپه ئې د خپلي ملي لوبډلي (پرتګال) لپاره د اُکرین په وړاندي ګولوهنه وکړه او خپل ګولونه ئې ۷۰۰ ته پورته کړه.
که څه هم پرونۍ لوبه پرتګال ۲ ګولونه پر ۱ وبایلله، خو دا شپه د کریسټیانو رونالډو لپاره یوه خاصه شپه وه، ځکه خپل ګولونه ئې ۷۰۰ ته ورسوله او ۲۱مه پيړۍ کي یوازینی لوبغاړی سو، چي دا ریکارډ خپلوي.
cristiano ronaldo رونالډو خپلي ګولوهني ۷۰۰ ته ورسولې!
کریسټیانو رونالډو خپل د ژوند لومړنی ګول په ۲۰۰۲م کال کي د اکتوبر میاشتي په ۷مه نېټه لګولی وو.
رونالډو دا ۷۰۰ ګولوهني په څلورو کلبونو او خپلي ملي لوبډله کي لګولي.
هغه د پرتګال لپاره په ۹۵ لوبو کي ۱۶۲ ګولوهني، د اسپورټينګ لیسبون لپاره په ۳۱ لوبو کي ۵ ګولوهني، د منچسټر یونایټيډ لپاره په ۲۹۲ لوبو کي ۱۱۸ ګولوهني، د ریال ماډریډ لپاره په ۴۳۸ لوبو کي ۴۸۰ ګولوهني او د جیونټوس لپاره ئې بیا په ۵۱ لوبو کي ۳۲ ګولونه لګولي.
004d188e b6c0 4df3 98f2 6f05657e5515 رونالډو خپلي ګولوهني ۷۰۰ ته ورسولې!
په دې سره رونالډو د ډېرو ګولوهونکو لوبغاړو په جدول کي شپږم ځای ونیوی.
په یاد جدول یوزف بیکان د ۸۰۵ ګولونو سره لومړی ځای، روماریو د ۷۷۲ ګولونه سره دوهم ځای، پله د ۷۶۷ ګولونو سره درېیم ځای، فرانس پوشکاش د ۷۴۶ ګولونو سره څلورم ځای او مولر بیا د ۷۳۵ ګولونو سره پنځم ځای لري.
د رونالډو د یادو ګولوهنو له سلنه داسي معلومیږي، چي په هره لوبه کي هغه ۰،۷۲ ګولونه لګولي.
missi رونالډو خپلي ګولوهني ۷۰۰ ته ورسولې!
تر رونالډو راوروسته بیا د نړۍ بل وتلي لوبغاړي لیونل میسي په ۸۲۸ لوبو کي ۶۷۲ ګولونه لګولي او په اووم ځای کي شتون لري. اتم ځای بیا بل سویډنی لوبغاړی ابراهیم ویچ له ځان سره لري، هغه بیا په ۸۹۵ لوبو کي ۵۳۵ ځله ګولونه لګولي.