پرون دوشنبه د نړۍ نوموتي لوبغاړي کریسټیانو رونالډو د (مارکا لینډا) جایزې ترلاسه کولو لپاره د خپلي مخکینۍ لوبډلي ریال ماډریډ ښار ماډریډ ته تللی وو، چي هلته ئې د جایزې په یادو مراسیمو کي خپلي مېرمني جورجینا، د رونالډو مدیر ژرژ مندس او د ریال ماډریډ لوبډلي رئيس فلورنتینو پرز ګډون کړی وو.
د فوټبال په نړۍ کي د مارکا لینډا دا جایزه هغه لوبغاړو ته ورکول کیږي، چي له تېرو څو کلنو راهیسې ئې ښې لوبي ترسره کړي وي، چي رونالډو ته په دې خاطر دا جایزه ورکړل سوه، چي دی په خپل لوبیز ژوند کي د انګلستان، اسپانیې او آیټالیا په لیګونو کي ئې لوبډلي قهرماني ترلاسه کړې.
دا جایزه چي له ۱۹۹۷م کال څخه راورسته کامیاب لرونکي لوبغاړي ته ورکول کیږي، تر دې مخکي، جوردن، ماراډونا، پله، نادال، فلپس، بولټ او لیونل میسي خپله کړې.
رونالډو په یادو مراسیمو کي د ماډریډ په اړه وویل«ماډریډ خاص ښار دئ، ما ډېرو ښارونو ته سفرونه کړي، خو د ماډریډ په ډول ډېر لږ ښارونه پيداکیږي، دې ځای کي مي اولادونه پيدا سوي، زه د ماډریډ سره مینه لرم او ډېر ژر به دې ښار ته بیرته راوګرځم»
رونالډو د ماډریډ ښار ترڅنګ د خپلي کړي جایزې (مارکا لینډ) په اړه وویل«دا جایزه مي د ژوند په خاطراتو کي خاص ځای لري، دا جایزه په دې خاطر راکول سوې، چي ما په ریال ماډریډ لوبډله کي ډېر څه وکړل، دا یوه اسپانوۍ جایزه ده او د دې په خپلولو سره زه ډېر خوشحاله یم، له ټولو هغه کسانو څخه مننه کوم، چي ددې جایزې په خپلولو کي ئې زما سره مرسته کړې»
هغه دا هم وویل، چي هیله لرم د سروزو توپ هم ترلاسه کړم.
د مارکا لینډا تر جایزې خپلولو وروسته رونالډو او د ریال ماډریډ لوبډلي رئیس پرز په غېږ کي سره ونیول او یو ځای ئې عکس سره واخیست.
رونالډو د فوټبال په نړۍ کي یو وتلی لوبغاړی دئ، چي اوس د ایټالیا کلب جیونټوس سره لوبیږي.
هغه تر جیونټوس مخکي د ریال ماډریډ او تر ریال ماډریډ مخکي بیا د منچسټر یونایټیډ سره ولوبېد.