د روهیت شرما ۲۶۴ منډې؛ دې ریکارډ ته ممکن دا ۵ لوبغاړي ځان ورسوي

سپینه تجريدي ډیزاین
لیکنه: محمدصابر حمدي

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې مخکښ توپوهونکي روهیت شرما په ۲۰۱۴م کې د سریلانکا خلاف په یو ورځنۍ لوبه کې یو نړیوال ریکارډ جوړ کړ.
روهیت شرما د سریلانکا خلاف په یوازې سر ۲۶۴ منډې وکړې او په کرکټ کې یې د ډېرو رنزونو نړیوال ریکارډ مات کړ او په خپل نوم یې ثبت کړ.
په دې سره روهیت شرما لومړنی لوبغاړی شو، چې د کرکټ په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې ۲۶۴ منډې کوي.
شرما یادي ۲۶۴ منډې په ۱۷۳ توپونو د ۳۳ څلوریزو او ۹ شپږېزو په مټ جوړې کړې وې.
خو اوس د کرکټ اډیکټور ویبپاڼې راپور ورکړی، چې د دې ریکارډ ماتول ستونزمن کار دی، خو ممکن ۵ لوبغاړې د روهیت شرما دا نړیوال ریکارډ مات کړي.

۱ـ ډیویډ وارنر

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې د مخکښو توپوهونکو له ډلې یو هم ډیویډ وارنر دی، چې د خپل هیواد لپاره یې په ډېرو سختو شیبو کې ښې منډې کړې او خپل هېواد ته یې بریاوې ور په برخه کړې.
ډیویډ وارنر د اسټرالیا لپاره ۸۴ ټيسټ، ۱۲۳ یو ورځنۍ، ۷۹ شل اوریزه او ۱۱۴ بیا فرسټ کلاس لوبې ترسره کړې دي.
وارنر په ټیسټ لوبو کې ۷۲۴۴ منډې، په یو ورځنیو لوبو کې ۵۲۶۷ منډې، په شل اوریزه لوبو کې ۲۲۰۷ منډې او په فرسټ کلاس لوبو کې یې بیا ۹۶۳۰ منډې جوړې کړې دي.
هغه په ټیسټ لوبو کې تر ټولو ډېرې منډې ۳۳۵ ناسوځېدلې، په یو ورځنیو لوبو کې ۱۷۹، په شل اوریزه لوبو کې ۱۰۰ ناسوځېدلې او په فرسټ کلاس لوبو کې یې بیا ۳۳۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې دي.
دا چې وارنر د یو ورځنیو سیالیو په یوې لوبه کې ۱۷۹ منډې جوړې کړې، نو په همدې موخه کولای شي د روهیت شرما ریکارډ ته ځان ورسوي.
D84H8ZqWsAAzxKw.jpg

۲ـ جېسن رای

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه لوبغاړی دی.
جېسن رای د انګلستان لپاره ۵ ټیسټ، ۸۷ یو ورځنۍ، ۳۵ شل اوریزه او ۸۶ بیا فرسټ کلاس لوبې ترسره کړې دي.
رای په ټیسټ لوبو کې ۱۸۷، په یو ورځنیو لوبو کې ۳۴۳۴، په شل اوریزه لوبو کې ۸۶۰ او په فرسټ کلاس لوبو کې یې بیا ۴۸۳۲ منډې جوړې کړې دي.
د انګلستان دې لوبغاړې په یوې ټیسټ لوبه کې تر ټولو ډېرې منډې ۷۲، په یو ورځنۍ لوبو کې ۱۸۰، په شل اوریزه لوبه کې ۷۸ او په فرسټ کلاس لوبه کې یې بیا ۱۴۳ منډې جوړې کړې دي.
دا چې جېسن رای په یوې نړیوالې یو ورځنۍ لوبو کې ډېرې ۱۸۰ منډې جوړې کړې، نو په همدې موخه کولای شي د روهیت شرما ریکارډ ته ځان ورسوي.
Jason-Roy.jpg

۳ـ کوینټون ډيکوک

د سویلي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې چپ لاستی تکړه توپوهونکی دی.
کوینټون ډیکوک د سویلې افریقا کرکټ ملي لوبډلې لپاره ۴۷ ټیسټ، ۱۲۱ یو ورځنۍ، ۴۴ شل اوریزه او ۷۶ بیا فرسټ کلاس لوبې ترسره کړې دي.
ډیکوک په ټیسټ لوبو کې ۲۹۳۴ منډې، په یو ورځنیو لوبو کې ۵۱۳۵ منډې، په شل اوریزه لوبو کې ۱۲۲۶ منډې او په فرسټ کلاس لوبو کې یې بیا ۵۰۷۹ منډې جوړې کړې دي.
هغه په د ټیسټ سیالیو په یوې لوبه کې تر ټولو ډېري ۱۲۹ ناسوځېدلې منډې، په یو ورځنۍ لوبه کې ۱۷۸ منډې، په شل اوریزه لوبه کې ۷۹ ناسوځېدلې منډې او په فرسټ کلاس لوبه کې یې بیا ۱۹۴ منډې جوړې کړې دي.
دا چې ډیکوک توانېدلی د یو ورځنیو سیالیو په یوې لوبه کې تر ټولو ډېري ۱۷۸ منډې جوړې کړې، نو په همدې موخه دا لوبغاړی هم کولای شي، د روهیت شرما ریکارډ ته ځان ورسوي.
37145-1024x683.jpg

۴ـ ایرون پینچ

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې تکړه توپوهونکی دی.
ایرون پینچ د اسټرالیا لپاره ۵ ټيسټ، ۱۲۶ یو ورځنۍ، ۶۱ شل اوریزه او ۸۸ بیا فرسټ کلاس لوبې ترسره کړې دي.
پینچ په ټیسټ لوبو کې ۲۷۸، په یو ورځنیو لوبو کې ۴۸۸۲، په شل اوریزه لوبو کې ۱۹۸۹ او په فرسټ کلاس لوبو کې یې بیا ۴۹۱۵ منډې جوړې کړې دي.
هغه د ټیسټ سیالیو په یوه لوبه کې تر ټولو ډېري منډې ۶۲، یو ورځنیو لوبو کې ۱۵۳ ناسوځېدلې او فرسټ کلاس لوبو کې یې بیا ۴۶۴ منډې جوړې کړې دي.
دا چې ایرون پينچ هم په یوه یو ورځنۍ لوبه کې ۱۵۳ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، نو امکان شته چې د روهیت شرما ریکارډ ته ځان ورسوي.
EOP9VJ9UUAA76Et.jpg

۵ـ مارټین ګوپټیل

مارټین ګوپټیل د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې مخکښ توپوهونکی دی.
ګوپټیل د نیوزیلینډ لپاره ۴۷ ټیسټ، ۱۸۳ یو ورځنۍ، ۸۸ شل اوریزه او ۱۱۰ بیا یو ورځنۍ لوبې ترسره کړې دي.
هغه په ټیسټ لوبو کې ۲۵۸۶ منډې، په یو ورځنیو لوبو کې ۶۸۴۳ منډې، په شل اوریزه لوبو کې ۲۵۳۶ منډې او په فرسټ کلاس لوبو کې یې بیا ۷۰۵۶ منډې جوړې کړې دي.
ګوپټیل د ټیسټ سیالیو په یوه لوبه کې تر ټولو ډېري منډې ۱۸۹، په یو ورځنۍ لوبه کې ۲۳۷ ناسوځېدلې او په یوه فرسټ کلاس لوبه کې یې بیا ۸۴۲ منډې جوړې کړې دي.
دا چې ګوپټیل توانېدلی، په یوه یو ورځنۍ لوبه کې تر ټولو ډېري ۲۳۷ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، نو په همدې موخه کولای شي د روهیت شرما ریکارډ ته ځان ورسوي.
284006-1024x682.jpg