راشدخان: نړیوال جام مو نه وي ګټلی، تر هغې واده نه کوم!

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې مخکښ توپ اچونکي راشدخان ارمان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، تر څو چې افغان کرکټ ملې لوبډلې نړیوال جام نه وي ګټلی واده نه کوي.
که څه هم د ازادي راډيو سره د راشدخان مرکه لا تراوسه نده خپره شوې، خو د ازادي راډيو خبریال فریدالله سعادت پر خپلې رسمي فیسبوک پاڼې او د کریک ټریکر په نوم یوې ورزشي ویبپاڼې د راشدخان له خولې دا خبره خپره کړې ده.
راشدخان ویلي:

«تر څو چې افغان لوبډلې نړیوال جام نه وي ګټلي، نه هم واده او نه هم کوژده کوم.»

راشدخان په داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې ټول افغانان او لوبغاړي د نړیوال جام ګټلو هیله لري.
۲۱ کلن راشدخان ارمان په هیواد دننه او بهر یو پېژندل شوی نامتو توپ اچونکی دی.
هغه د افغان لوبډلې لپاره تر دې دمه ۳ ټیسټ، ۶۸ یو ورځنۍ او ۴۱ بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړې دي.
راشدخان ټیسټ لوبو کې ۲۰ ویکټې، یو ورځنیو لوبو کې ۱۳۱ ویکټې او شل اوریزه لوبو کې یې بیا ۷۹ ویکټې اخیستې دي.
د افغان لوبډلې ترڅنګ راشدخان ارمان په بنګله دېش، هندوستان، ویسټ انډيز، انګلستان، اسټرالیا او سویلي افریقا لیګونو کې لوبېدلی.

راشدخان ارمان د شل اوریزه سیالیو په نړیواله درجه بندي کې لومړي ځای لري او د نړۍ پر ټولو توپ اچونکو باچاهي کوي.