داسې ډېري کورنۍ مې لیدلي چې د خسرخېلو سره یې اړیکې ښې نه وي یا یو دلیل لري یا هم پرته له دلیل یو بل نه خوښیږي خو دا چې ولې ځینې سببونه شته.
کله چې زموږ کوژده کیږي او د کوژدې پر مهال که زموږ اړیکې خرابي شي یا هم ښه چلند راسره ونه شي نو هماغه رویه زموږ ذهن کې پاتیږي او له واده وروسته هم اغېزه کوي نو همدې لپاره اړیکي خرابیږي.
داسې ډېر کورنۍ شته چې له اوله د مېرمنې کورنۍ منفي ګڼي له هماغه اوله ضد او بد چلند پیلوي چې په دې ډول د دواړو لوري اړیکې خرابي او سستیږي.
د کوژدې پر مهال که زومان سازګاري ونه کړي، دا خبرې کورنۍ باندې هم اغېزه کوي کله چې دوی خپل منځ کې ښه وي کورنۍ هم ښه وي، که هلک ښه چلند ونه کړي، نو کورنۍ هم ښه چلند نه کوي، ځکه دوی داسې چې فکر کوي ګناه او نیمګړتیا یوازې د انجلۍ ده.
هر کله چې موږ کوژده کوو باید هره خوا یې وڅېړو، یعنې باید وګورو چې موږ سره یو ډول دي که نه له کلتوري پلوه او هم له عقیدوي پلوه باید یو ډول اوسو ترڅو راتلونکې کې ترمنځ مو اختلافات پیدا نشي. ځکه چې د دوو کورنیو غړي وي حتمي توپیر پکي وي.
که موږ یوازې د ژوند ملګری سره نه، بلکې له کورنۍ سره هم مینه ولرو او درناوی ورته وکړو نو ستونزه هم نه پیدا کیږي.
خپله کورنۍ او د خسر د کورنۍ ته په یوه سترګه باید وګورو، خو اوس بدمرغي دا ده چې موږ تل خپله کورنۍ نسبت د خسرخېل کورنۍ ته لور ګڼو او هغوی ته په ټیټه سترګه ګورو.
کله چې واده کوو د پلار کور تګ راتګ باید مدیریت کړو، خپل مسولیتونه په سمه توګه ترسره کړو او کله چې ترمنځ مو ستونزه پیدا کیږي باید خپله یې حل کړو، کورنۍ ته باید اجازه ورنکړو چې مداخله وکړي ځکه دا کار ستونزه نوره هم لویوي.
که موږ دا ټکي په نظر کې ونیسو او هڅه ونه کړو چې زوی له کورنۍ بېل کړو، نو د جنجالونو مخه نیولی شو او کولی شو چې یو بل ته سره درناوی وکړو.