ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
چشي مي بایللي دي؟ هر څوندي چي کوښښ کوم نه سم کولای چي هغه ترلاسه کړم! ذکر کوم، دعا کوم، لمونځ کوم، هره ورځ ورزش کوم له عرفاني کسانو سره راشه درشه کوم خو متاسفانه بیا مي هم په روحي وضعیت کي هیڅ تغیر نه احساسوم…
ولي مي په درون کي مینه کمرنګه ده، شتمني زه نه لرم، کامله روغتیا زما په برخه نه ده؟ څنګه کولای سم چي له ورک سوي روح سره مي یوځای سم؟ آیا کولای سم چي خپلو هیلو او امیدونو ته ورسېږم؟ “
موږ ټولو دغه ډول خبري اورېدلي او ورسره شناخته يوو. که تاسي هم په خپل ذهن کي له ورته پوښتنو سره مخامخ ياست حتمن زموږ دا لیکنه درسره مرسته کولای سي. نېکمرغي او بریالیتوب ته د رسېدو له پاره درې مهم او ضروري اصول تعقیبول حتمي دي. زه دغو درو اصولو ته د شخصیت د مهمو ارکانو نوم ورکوم او هغوی عبارت دي له:” انګېزه، هدف او د ځان سره مينه لرل. “بهتره ده پوه سئ هغه عناصر چي د کایناتو او موجوداتو د حرکت او توانايۍ د فعالېدو سبب کېږي ريښه ئې په همدې درو اصولو کي تللې ده:” انګېزه، هدف او د ځان سره مینه لرل. “په همدې خاطر، د يوه سالم شخصیت او آرام روح لرلو له پاره باید دغه مهم اصول په خپل شخصیت کي و روزئ.
مطمئین اوسئ د دغسي يوه شخصیت په درلودلو سره به ستاسي روحي توانايي په خپلسري ډول دوه برابره سي. هرکله چي له دغو اصولو څخه ئې يو هم سست او حساس سي ستاسي ټول شخصیت رېز مرېز کوي. ځکه نو په داسي صورت کي باید هیڅکله د پرمختګ، سلامتۍ، بریالیتوب، د اړیکو د بهبود او هیلو ته د رسېدو هیلي و نه لرئ. برعکس، که دغه درې اساسي عناصر په خپل شخصیت کي وروزئ، باوري اوسئ چي هري هیلي ته به ورسېږئ.
انګېزه
یوازي هغه وخت کولای سئ ځانونه توانا وبولئ چي په ژوند کي هرڅه وغواړئ هغه ته باید په آسانۍ سره ورسېدلای سئ. تاسي خپله د خپل ژوند مسئول ياست او لحظې او صحنې ئې تاسي خپله جوړوئ. یوازي تاسي د خپل راتلونکي او سرنوشت ټاکونکي یاست. ددې له پاره چي دا کار په خورا ښه ډول عملي کړئ نو تاسي انرژي، توان او قدرت ته اړتیا لرئ. په بل عبارت، د بریالیتوب لوړو پوړو ته د رسېدو له پاره تاسي روحي چارج یا انرژۍ ته اړتیا لرئ څو د خپل ژوند د ټولو مشکلاتو او فشارونو په وړاندي په خورا ښه ډول مبارزه وکړئ او له میدانه ونه تښتئ.
موږ ټوله د خپلو اهدافو د په لاس راوړلو له پاره د انرژۍ يوې عظیمي سرچینې ته اړتیا لرو. له نېکمرغه چي دا سرچینه زموږ په خپل وجود کي دننه ده. یوازي باید عزم او اراده وکړو او اراده مو فعاله وساتو څو په آسانۍ سره په ژوند کي خپل مسئولیت او ماموریت ترسره کړو.
دا دروني شور او ذوق دئ چي ستاسي روح ته الوت ورکوي او تاسي خپلو هیلو ته نژدې کوي او يا په بل عبارت زموږ د هیلو او غوښتنو اصلي انرژي همغه زموږ درونۍ انګېزه ده. دلته دئ چي خلګ په لاشعوره ډول ستاسي خوا ته در جذبېږي څو تاسي په آسانۍ سره وکولای سئ چي د خپلو هیلو او ارزوګانو ماڼۍ جوړي کړئ. په داسي حالت کي د خوښۍ او خوشحالۍ شغلې ستاسي په دننه/درون کي لا پسي زیاتېږي او د کارونو د عملي کولو له پاره ستاسي انګېزه دوه برابره کېږي. ځکه نو نور انسانان لکه د یوې آهن روبا په شان ستاسي خوا ته در جذبېږي او له تاسو څخه په آسانۍ سره مالي ملاتړ کوي. په داسي حالت کي نو تاسي ورځ په ورځ پرمختګ کوئ او نور نو په خپل وجود کي وېره او شک نه محسوسوئ.
دغسي يوه حالت ته د رسېدو له پاره بهتره ده تر ډېره پر خپلو وړتیاوو او استعدادونو باندي تمرکز وکړئ او ددې پر ځای چي داسي کارونه وکړئ چي له سره ورسره مینه او علاقه نه لرئ، داسي کارونه پیدا او وکړئ چي عملي کول ئې ستاسي په درون کي شور او علاقه راپیداکړي.
په همدې آساس هيڅکله مه هېروئ چي بریالیتوب ته د رسېدو له عناصرو او ارکانو څخه یو هم د کارونو د عملي کولو له پاره د لازمي انګېزې درلودل دي.
هدف:
هرکله چي په خپل ذهن کي خپلو شخصي ارزوګانو او هیلو ته ځای ورکړئ په لاشعوري ډول مو هغوی ته د رسېدو انګېزه دوه برابره کېږي. همدا درونی شوق او زوږ ستاسي د پرمختګ سبب کېږي.
ددې کار له پاره لازمه ده چي هدف مو کاملاً مشخص او معلوم وي؛ یعني باید کاملاً پوه سئ چي چشي غواړئ. که په واقعي ډول ونه پوهېږئ چي چشي غواړئ او چېري باید ورسېږئ معلومه او طبیعي خبره ده چي ترکستان ته وزئ او يا په بل عبارت که تاسي ته لاره او مسیر څرګند او مشخص نه وي له ځنډ پرته چي تېروزئ او لاره غلطوئ او کار یا منزله ته د ادامې ورکولو وړتیا نه لرئ. په همدې آساس که د ځان له پاره واضح او ښکاره هدف ونه لرئ نه سئ کولای چي په آسانۍ سره پرېکړه وکړئ.
ناسمه پرېکړه خرابه پایله لري او خرابه پایله مو هدف ته نه رسوي. تاسي هغه وخت کولای سئ چي ادعا وکړئ چي ګواکي هدف مو کاملاً واضح او ښکاره دئ چي په خپل ذهن کي هیڅ ډول شک او تردید ونه لرئ او ښه پوه سئ چي په ژوند کي مو هدف چشي دئ او په چشي پسې یاست. البته بهتره ده پوه سئ چي بهترین اهداف هغه وخت زموږ ذهنو ته راځي چي زموږ افکار له اضافي مشکلاتو او مسایلو څخه پاک سوی وي. ځکه نو لومړی خپل فکر پاک او خالص کړئ څو وکولای سئ چي د زړه او درون آواز واورئ او په پایله کي ښه پرېکړه وکړئ.
د خپلو اهدافو د په لاس راوړلو له پاره مختلفي لاري او مختلف روشونه سته: ځیني کسان د نورو کارو او تجربو ته ګوري چي د هغوی د اهدافو د په لاس راوړلو بهترین روشونه کوم دي. ځیني نور احساسوي چي کوم کار ښه او کوم کار ښه نه دئ او بالاخره، درېیمه ډله خلګ طالع من او بختور یا خوش چانس هغوی دي چي په لاشعوري ډول پوهېږي چي چشي باید وکړي او څه وخت باید ګام پورته کړي.
ځکه نو کله چي ستاسي هدف کاملاً معلوم او ښکاره وي ذهن مو آرامېږي او په خپلسري ډول مو اهدافو ته د رسېدو له پاره د مناسبو لارو چارو په پیداکېدو پسې کېږي.
په ژوند کي مو هدف چشي دئ؟ غواړئ چشي ترلاسه کړئ؟ ستاسي له نظره د ژوند معنا چشي ده؟ کوم کارونه درسره مرسته کوي څو ژر ذهني سکون او آرام ته ورسېږئ؟
د ځان سره مينه لرل:
بریالیتوب او خوشبختۍ ته د رسېدو له مهمو ارکانو څخه یو هم دا دي، چي فرد د ځان سره مینه ولري؛ چي څنګه دئ هماغسي ځان ومني او مینه ورسره ولري. تاسي ته به حتمن سوال پیداکېږي چي ولي؟ دلیل ئې کاملاً ښکاره دئ. کله چي تاسي له ځان سره مینه ونه لرئ او په ژوند کي ځان د میني، خوشبختۍ او خوشحالۍ وړ او لایق ونه بولئ، څنګه هیله لرئ چي باید پرمختګ وکړئ او نېکمرغي مو په نصیب سي؟!
څه وخت دې پایلي او نتیجې ته ورسېدلاست چي تاسي د میني لرلو وړ نه ياست او په ژوند کي هیڅ پرمختګ نه سئ کولای؟ ډېری مراجعین چي کله د مشورې له پاره مراجعه کوي، وايي:” مور او پلار به مې همېشه زه تهدیدولم او هره ورځ به ئې ماته ويل چي زه د هیڅ کار نه یم او هیڅ مقام ته به ونه رسېږم “. ستاسي پلار، مور، ورور، خور او يا دوستانو چي هرڅه تاسي ته ویلي دي نور پای ته رسېدلي او خلاص سوي دي. نور هغوی ته توجه مه کوئ چي څه ئې درته ويلي دي. یوازي خپلو دروني خبرو او آوازونو ته غوږ ونیسئ.
د ځان په باره کي څه فکر کوئ او له ځان سره څه وایاست؟ آیا فکر کوئ چي تاسي هم د ښه او بریالي ژوند لایق یاست؟ آیا له ځان سره په کافي اندازه مهربان ياست؟
د ځان په اړه مو خپل طرز فکر تغیر کړئ او له داسي کسانو سره راشه درشه وکړئ چي له هغوی څخه مثبته انرژي واخلئ. له هغو کسانو چي منفي دي، همېشه له ژونده ګیلې مانې لري او هر شي ته په شک او تردید سره ګوري، لېري اوسئ.
آیا اوس ځان هماغسي چي یاست منئ؟
آیا کولای سئ چي د ځانو سره مینه ولرئ او ځانو ته په ارزښت قایل سئ؟
که مو جواب مثبت وي مطمئن اوسئ همدا نن توانېدلي ياست چي ځانو ته بهترین سوغات ورکړئ. له شک پرته، له دې سوغات او هدیې سره به داسي توانايي حاصله کړئ چي په لږ او کم وخت کي به خپلو هيلو او آرزوګانو ته ورسېږئ. یوازي باور ولرئ.