د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې پخواني غړي او په تېر نړیوال جام کې د ۱۹ کلنو کرکټ ملې لوبډلې روزونکي رییس احمدزي ویلې، چې هیواد کې غله او په فساد ککړ خلګ پرمختګ کوي.
رییس احمدزي پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې د یوه انځور په خپرولو سره ویلې، چیرته چې حساب کتاب نه وي هلته د فساد جال خپور وي.
د احمدزي په خبره:
« چېرته چې حساب کتاب نه وي هلته دفساد جال خپور وي. له مجازاتو او مکافاتو په خالي ټولنه کې د پرمختګ تمه لیونتوب دی. دفساد دمخنیوي یوازینی لار دحساب اخیستل اودحساب ورکول دي. هيواد کی غله او په فساد ککړ خلک پرمختګ کوی. سرچپه کار.»
رییس احمدزي په ښکاره د کومي ادارې او د کوم چا نوم ندی اخیستی، خو هغه زیاتره وختونه د افغان کرکټ بورډ د اوسنۍ رهبرۍ څخه شکایت کوي.
ښاغلي احمدزي یوه میاشت وړاندې د غوراوي کمېټې څخه استعفاء وکړه.
هغه ویلې وه، چې په کرکټ بورډ کې د ښه سیسټم نه شتون له امله يې استعفاء کړې.
رییس احمدزی تر دې مخکي د افغان کرکیټ ملي لوبډلي لوبغاړی وو، چي د ملي لوبډلي لپاره یې هم توپوهنه او هم توپ اچونه کوله.
احمدزی د افغان کرکیټ ملي لوبډلي سره د پيله وو، خو لس کاله مخکي یې د ملي لوبډلي سره مخه ښه وکړه.
هغه په ملي لوبډله کي وروستۍ شل آوریزه لوبه د ۲۰۱۰م د مې په ۵مه نېټه د سویلي افریقا په وړاندي ترسره کړه او د دې ترڅنګ یې بیا وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د ۲۰۱۰ م د فیبرورۍ میاشتي په ۱۸مه نېټه د کاناډا په وړاندي ترسره کړه.
له هغه راوروسته رییس احمدزي د ملي لوبډلي او افغان کرکیټ بورډ سره په بیلو برخو کي دندي ترسره کړې دي.
د کرکیټ ډیری مینه وال کرکیټ بورډ دې برخه کي ګرم بولي او وايي، چي رییس احمدزی د افغان کرکیټ ملي لوبډلي او په خاصاً توګه د نوو ځوانو لوبغاړو د موندلو او هڅوني لپاره مهم کس وو.