په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې د راشد له لوري وهل شوی جالیب شاټ

سپینه تجريدي ډیزاین

د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې د لوبېدو په موخه راشدخان ارمان اوس په انګلستان کې دی، چې په یاد لیګ کې یې خپله لومړنۍ لوبه د خپلې لوبډلې سوسیکس سره څلور ورځې وړاندې ترسره کړه.

یاده لوبه چې د سوسیکس لوبډلې له همپشایر لوبډلې سره ترسره کړه، پکې د راشدخان لوبډلې سوسیکس د همپشایر لوبډلې څخه ۶ ویکټو ماتې وخوړه.

په یاده لوبه کې راشدخان ارمان د خپلې لوبډلې لپاره په ۱۳ توپونو ۲۶ منډې وکړې، چې پکې څلور څلوریزې او یوه بیا شپږیزه شامله وه.

 

د راشدخان جالیبه شاټ

 

یاده لوبه کې، چې راشدخان په ۱۳ توپونو ۲۶ منډې وکړې، یو یې خورا پکې جالیبه شاټ وواهه او پر ټولنیزو رسنیو ورباندي بېلابیلې تبصیرې شوې.

د یاد شاټ تر وهلو وروسته راشدخان پر خپل ټویتر ولیکل: په کتاب کې د ځینو شاټونو نومونه نه وي، نو اړتیا داده، ترڅو د یوه شاټ لپاره تاسو خپله نوم وټاکی، اوس تاسو دې زما شاټ ته کوم نوم ورکوی؟

له هغه وروسته اوس تازه د هند په آی پي ایل سیالیو کې د راشدخان لوبډلې سنرایزر حیدراباد لوبډلې هم پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې د راشدخان له لوري د وهل شوي جالیب شاټ ویډیو خپره کړې.

دې لوبډلې ویلې، د راشدخان له لوري د وهل شوي دې شاټ نوم څه دی؟

وروسته په کمنټونو کې په سلهاوو کسانو نظرونه ورکړي.