راشدخان: زموږ ځوان لوبغاړي پر نړیوال کرکټ باچاهي کولای شي!

رنګین تجريدي ډیزاین

د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې مخکښ توپ اچونکي راشدخان ارمان ویلې، چې د افغان کرکټ ملې لوبډلې ځوان لوبغاړي کولای شي پر نړیوال کرکټ باچاهي وکړې.
راشدخان ارمان د آزادي راډيو سره په یوې مرکه کې وویل، چې ملې لوبډلې ته اوس نوي استعدادونه راغلې، که خواري او مهنت وکړي، نو پر نړیوال کرکټ به باچاهي وکړي.
راشدخان ارمان زیاته کړه:

« په تېرو دریو کلنو کې ملې لوبډلې ته یو نوی استعدادونه راغلې دي، که چیري زموږ ځوان لوبغاړي مهنت او خواري وکړي، نو پر نړیوال کرکټ به باچاهي وکړي، خو اوس باید له ځوانو لوبغاړو سره کار وشي، چې څنګه نړیوال کرکټ ته جوړ شي.»

راشدخان ارمان ملې لوبډله کې د ځوانو لوبغاړو له ډلې د مجیب ځدران، حضرت الله ځاځي او رحمن الله ګربز یادونه وکړه.
هغه وویل، چې د یادو دریو واړو لوبغاړو له ډلې که هر لوبغاړی مهنت او خواري وکړې، نو هتمن به یو مخکښ کرکټر ورڅخه جوړ شي.
افغان کرکټ بورډ هم په څو ـ څو ځلې ویلې، چې اداره یې تل هڅه کوي، ځوان لوبغاړي ملې لوبډلو ته جذب کړي، تر څو افغان کرکټ وده وکړي.
راشدخان ارما له آزادي راډیو سره په یاده مرکه کې دا هم وویل، چې د هند آی پي ایل سیالیو په راتلونکو پړاونو کې به د لوبېدونکو افغان لوبغاړو شمېر له لسو واوړي.