په پرونۍ لوبه کې تر ځلېدو وروسته د پېښور زلمي لوبډلې مالک جاوید افریدي پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې د راشدخان ستاینه کړې او ویلې یې دي، چې راشدخان په رښتیا هم یو غوره او زبردست لوبغاړی دی.
Rashid @rashidkhan_19 you real beauty !
— Javed Afridi (@JAfridi10) June 10, 2021
پر یاد ټویټ خلګو د جاوید افریدي څخه ګیله کړې او ویلې، یې دي، چې باید په پېښور زلمي لوبډله کې یې اخیستی وای او ددې ترڅنګ یې د جاوید افریدي څخه غوښتي، چې د پاکستان سوپرلیګ په راتلونکې پړاو کې راشدخان ارمان خاماخا لوبډلې ته واخلي.
د عبدالرادا شینواري په نوم یوه مینوال کمنټ ورته کړی: راشدخان ارمان باید په پېښور زلمي لوبډله کې وای.
سیدآمر موسی ورته کمنټ کې لیکلي: راشدخان باید راتلونکي پړاو کې خاماخ واخلې.
Copyright © 2025 | MH Magazine WordPress Theme by MH Themes