راشدخان: بېټینګ ته باید په څلورم یا هم پنځم پوزېشن راکښته شم

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو لوبغاړي راشدخان ارمان د کورټلي کرشمه شوو په نوم یوې انلاین ویډیويي خپرونه کې ویلې زه د توپ‌اچونې ترڅنګ پر توپوهنه هم کار کوم او هیله لرم، راتلونکو کلونو کې بېټینګ ته په څلورم یا هم پنځم پوزېشن راکښته شم.

راشدخان ویلې د کرکټ پيل یې په توپوهنه کړی او په پيل کې تکړه توپوهونکی و، خو وروسته د خلګو په غوښتنه او په توپ‌اچونه کې د طبعي وړتیا درلودلو په موخه یې بالینګ ته مخه کړه.

هغه ویلې:

«له تېرو دوو نیمو کلونو راهیسي زه پر خپلې توپوهنې زیات کار کوم، ترڅو وکولای سم، لوور آرډر کې تیزې ۲۰ او یا هم ۲۵ منډې وکړم. زه هیله لرم راتلونکو کلونو کې زه د بیټینګ په برخه کې په څلورم او یا هم پوزېشن راکښته شم.»

 

 

 

په ملې لوبو کې د راشدخان توپوهنه

 

راشدخان ارمان تر دې دمه په ملې لوبډله کې ۵ ټیسټ، ۷۴ یو ورځنۍ او ۵۱ بیا شل اوریزه لوبې د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره کړې دي.

هغه په ټیسټ سیالیو کې ۱۰۶، په یو ورځنیو لوبو کې ۱۰۰۸ او په شل اوریزه لوبو کې یې بیا ۱۷۹ منډې جوړې کړې دي.

راشدخان پر داسي مهال دا څرګندونې کوي، چې راشدخان به د لوبډلمشرۍ او توپ‌اچونې ترڅنګ د توپوهنې په برخه کي هم خپل مهم رول اداء او مسئولیت په غاړه واخلي.