د روژې ټولنیزې ګټې

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

روژه د رحمتونو او ګټو میاشت ده، د دیني ګټو ترڅنګ ګڼې ټولنیزې ګټې هم لري چې، موږ يې دلته د څو هغو یادونه کوو:
۱. زغم، صبر او له یو بل سره مینه
د روژې داسې مبارکه میاشت ده چې، الله تعالی انسان ته پکې پوره صبر او زغم ورکوي او له همدې مبارکې میاشتې له برکته د یو بل په زړونو کې مینه پیدا کوي.
لکه څنګه چې، موږ د ورځې په اوږدو کې د لوږې تیرولو توان، صبر او زغم لرو داسې د ډیرو نورو شیانو پر وړاندې صبر راکوي
په روژه کې د ثواب په نیت او د خدای ج د رضا حاصلولو په خاطر هم موږ کوښښ کوو چې، له یو بل سره مینه وکړو، د مشرانو درناوی او په کوچنیانو شفقت وکړو. که څه هم ډیر کله په بوزه کې دا ډول اصلونه انسانان نه مراعتوي خو په روژه کې يې ډیر پام ور اوړي.
۲. د یو او بل لاسنیوی او مرسته
ممکن په عادې ورځو کې مو دې موضوع ته دومره پام نه اوسي چې، موږ دې د یو بل سره مرسته یا لاسنیوی يې وکړو خو دا کار په روژه کې حتماً کوو.
مثال: په روژه کې موږ تر نورو عادي ورځو ډیره هڅه کوو د غریبانو لاسنیوی وکړو.
همدارنګه د کور په کارونو کې، هم ډیره هڅه کوو د یو بل لاسنیوی وکړو ځکه زموږ دا ذهن کې وي چې، باید په یو کس ټول فشار نه اوسي ځکه؛ روژه ده راځه! زه يې هم لاسنیوی وکړم.
۳.ورځني اذکار او عبادات
دا فطرتي ده چې، په روژه کې موږ د نورو عادي ورځو په نسبت ډیر عبادت او ډیر ذکرونه کوو.
هڅه کوو لمونځونه مو قضاء نه کړو، د قرانکریم ډیر تلاوت وکړو او له نورو سره ښې خبرې وکړو او له بدو هغو ځان وژغورو.
۴.د نشه يي توکو پریښودل
که څوک د نشه يي توکو د استعمال څخه د خلاصون په لټه کې وي د روژې میاشت يې ښه حل لاره ده.
ددې لپاره چې، د نشه يي توکو د استعمال سره د تل لپاره مخه ښه وکړئ نو ښه دی چې لومړی يې څکول لږ او بیا يې د روژې تر اخره بیخي پریږدئ.
۵.د ګڼو ادارو لپاره اقتصادي سپما
لکه څنګه چې، موږ پوهیږو د هیواد ډیری ملکي او سیاسې ادارې د خپلو همکارانو لپاره غرمنۍ لري نو د روژې په میاشت کې ورته سپما کیږي او ددې ترڅنګ ډیری هغه وګړي چې، ورځنی اضافه خوراک کوي مخه يې نیول کیږي او اقصادي سپما ته يې زمینه مساعدیږي.
۶. د شهوت او غریزې کنټرول
دا ښکاره ده چې، په روژه کې انسان نه یواځې له خوراک او څښاک څخه منع وي بلکې؛ له ګڼو کناهونو څخه منع شوی وي چې، یو له هغو څخه د شهوت کنټرول دی او دا حکمت په روژه نیولو کې شته لکه؛ رسول مبارک(ص) فرمايي: تاسو نکاح وکړئ او که يې وس نلرۍ نو روژه ونیسئ.
باید د روژې له مختلفو ګټو ځانونه خبر کړو او د ثواب حاصلولو په نیت يې عملي کړو.