ژباړه او زیاتونه: نوراحمد فضلي
د افکار نیوز په حواله، علی نوری زاده د قرآني علومو کارپوه د روژې د میاشتي د خیر، عاقبت و نېکو اثارو په اړه چي روژه ئې مسلمانانو ته راوړي وويل: تقوا او پرهېزګاري له هغو مهمو پیغامونو څخه دي چي کولای سو د روژې مبارکي له میاشتي څخه ئې ترلاسه کړو او په یاده میاشت کي د انسانانو روژې نیولو ته په پام سره چي د بدن د غړو د روژې نیولو سبب هم ګرځي – افراد کولای سي چي هدایت ته په لاره کي د معنویت لوړو درجو ته ورسېږي. نوموړي زیاته کړه: د روژې نیولو مهمه فلسفه، له دنیوي خوندونو د انسان پرهېزګاري ده – او خوړل و څښل یوازي له دې خوندونو د نمونې په توګه د پاملرني وړ ګرځېدلي دي. هر وخت چي انسان وکولای سي خپلي غوښتني و غریزې کنټرول کړي، د وخت په تېرېدو سره ځان پېژندني و خدای پېژندني ته رسېږي.
د قرآني علومو نوموړي کارپوه اشاره وکړه: پر معنوي اثارو سربېره چي روژه ئې د افرادو له پاره په ځان پسي لري، په سلامتۍ و روغتیا کي مهم رول لوبوي ولي چي روژه تیان کولای سي چي د تغذیې مناسب پروګرام ته چي اسلام هم ورباندي تاکید کوي، لاسرسی پیداکړي.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل: اړمنو کسانو ته غذا ورکول همېشه هغه خوښ عمل دئ چي تر زیاتي اندازې ئې اهمیت و ارزښت ته اشاره سوې ده خو فقیرانو و مسکنانو ته د روژې مبارکي میاشتي په جریان کي خواړه ورکول د نورو میاشتو څو برابره ثواب لري او د انسانانو د کړنو په کارنامه کي مثبت تاثیر پر ځای پرېږدي. نوری زاده وویل: انسانان د روژې مبارکي میاشتي له رارسېدو وړاندي کولای سي چي ځینو تمرینونو په ترسره کولو لکه د خواړو خوړلو وختونه راکمول او همدارنګه د ډوډۍ خوړلو پر مهال له اوبو څخه سرشارو سرچینو ته په پاملرني سره، ځانونه د رمضان مبارکي میاشتي روژې ته چمتو کړي ولي چي په دې صورت کي د زیات چمتووالي سره د خدای ج د مهمانۍ میاشتي ته داخلېږي.
همدارنګه نوموړي تشرېح کړل چي: د دې میاشتي په یوویشتمه ورځ ددې دعا ویل چي د حضرت علی کرم الله وجهه د شهادت د ورځي سره برابرېږي، خورا زیات ثواب لري:
اللهم اجْعَلْ لی فِیهِ الی مَرْضاتِکْ دلیلاً ولا تَجْعَل للشَّیْطان فِیهِ علیّ سَبیلاً واجْعَلِ الجنّةِ لی منْزِلاّ ومَقیلاً یا قاضی حَائِجَ الطاّلِبین
د قرآني علومو نوموړي کارپوه پسي زیاته کړ چي: د رمضان د میاشتي د یوېشتم په شپه ۸ رکعته لمونځ کول داسي چي تر الحمدالله وروسته چي هر سورة ستاسي خوښ وي، تلاوت کړل سي؛ دا کړنه ډېره ستایل سوې ده.