د حزب اسلامي پخوانی قومندان زرداد فریادي، چې د تنظیمي واکمنۍ پروخت په لویو جنایتونو تورن دی، په یوه تازه تلویزوني مرکه کې پرځان یو ځل بیا ټول لګیدلي تورونه رد او د ځینو پړه پر نورو تنظیمونو واچوله.
هغه تېره اونۍ د یک تلویزون په کاکتوس خپرونه کې مېلمه و.
یاران د دغې مرکې مهم ټکي دلته له خپلو لوستونکو سره شریکوي.
زرداد څوک دی؟
زرداد فریادي د لوګر د اذرې ولسوالۍ اوسیدونکی او په قوم احمدزی دی.
دی ۵۴ کلن دی او په وینا یې له ۱۶ کلنۍ څخه د روسانو خلاف د افغان جهاد ملګری شوی.
زرداد وایي پر افغانستان د شوروي د یرغل له کبله یې زده کړې نه دي کړي او پاکستان ته مهاجر شوی، چې بیا یې مدرسو کې زده کړي کړي.
نوموړی له زیاتو جزیاتو پرته وایي، چې اوس یې زده کړې بشپړې کړي.
زرداد فریادي ۳۰ کاله مخکې واده کړی، چې ثمره یې شپږ اولادونه دي.
هغه وایي: نه غواړم، چې اولادونه مې زما لاره تعقیب کړي، دوی زده کړې کوي او ښه راتلونکی به ولري.
د جهادي تنظیمونو ملتیا
د زرداد په وینا پلار یې د سیاف د تنظیم قومندان و، خو وروسته له دې کبله سیاف نه جلا شول، چې هغه یې د پلار نه خوښیده.
زرداد پر سیاف تور لګوي، چې د عربانو د غولونې لپاره یې پر ږیره خاوره موښله او له هغوی یې په مختلفو نومونو زیاتې پیسې ترلاسه کولې.
د ده په خبره د پلار په خوښه له سیافه جلا او څه موده د ملي محاذ له تنظیم سره ملګري شول.
دوی د ډاکټر نجیب د حکومت د سقوط پر وخت له حکمتیار سره په حزب اسلامي کې ملګري شوي، چې بیا په همدې نوم زیات مشهور هم شو.
دی د سیاف او حکمتیار توپير دا ښيي، چې حکمتیار زیات مجاهدین لرل او خپله د جنګ میدان ته تلو.
زاړه یادونه او ګیلې
د زرداد فریادي په خبره د نجیب د حکومت له سقوط وروسته حکمتیار د احمدزیو قوم د جهادي قومندانانو شورا جوړه کړه او دی یې خپل جنګي قومندان وټاکه.
هغه په دې اړه، چې مسعود سره ولې جنګیده؟ وایي: زه جنګیالی وم، په دې خبرو پسې نه ګرځیدم، د حکمتیار د امر اطاعت مې کاوه.
زرداد اوس له حکمتیاره خپه دی او ځان سره یې په بې وفایۍ تورنوي.
نوموړی په جګړو پښېمانه دی او وایي، چې که ماضي یې بیا راستنه شي، هیڅکله به ټوپک ته لاس نه کړي.
زرداد وایي: حکمتیار سره مې زیاته وفا وکړه، خو هغه بې وفایي راسره وکړه!
دی د بېلګې په توګه تر بندي کیدو وروسته یې له کورنۍ سره یې د حکمتیار نه لاسنیوی یادوي او وایي: کورنۍ او بچیانو مې زیاتې سختۍ او بدې ورځې وګاللې، ځمکې یې غصب شوې، خو چا یې لاس ونه نیوه.
د پاټکونو کیسه
زرداد له دې کبله زیات مشهور دی، چې د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره یې پاټکونه لرل.
دی وایي: پاټکونه یوازې زما نه وو؛ دا د احمدزیو د شورا پاټکونه وو، چې ما هم پکې فیصدي لرله او د حکمتیار په اجازه مو له خلکو پیسې اخیستې او خپل وسله وال مو ساتل.
دا قومندان په دغه لاره کې له خلکو سره زور زیاتی او نور تورونه نه مني او وایي د پیسو اخیستو ملامتي هم ده ته نه ګرځي؛ځکه په وینا یې نه یې پیسې ځانته خوړلي او نه یې پخپل سر اخیستي.
سپی د چا و؟
پر زرداد فریادي تور و، چې د خلکو د زیاتې ځورونې لپاره یې ان یو انسان سپی کړی و او خلک یې پرې داړل.
ده مخکې دا تور بیخي ردوه، خو اوس مني چې هغه وخت داسې انسان صفته یا سپی صفته انسان موجود و.
زرداد پرته له دې، چې ووایي دغه کس په کومه سیمه کې فعال او خلک یې داړل، وایي: هغه عبدالله شاه نومیده، د پغمان اوسیدونکی او د سیاف قومندان و، زما نه و.
زرداد د دغه ځواب پر وخت اول بیخي دا خبره ردوي او د دښمن تبلیغ یې ګڼي، خو بیا مني چې دا کس و ، د سیاف اړوند و او د ده تر بندي کیدو وروسته سیاف د خپل بام واورې (ملامتۍ) پر ده اچولي.
د عبدالله شاه ( انسان ـ سپي) په اړه زرداد وایي، چې لندن کې بندي او د سختو شکجنو له کبله د ده په خبره ( شهید) شو.
زرداد ادعا کوي،چې عبدالله شاه له بي بي سي سره په مرکه کې خپله ویلي، چې د زرداد نه؛ بلکې د سیاف قومندان و.
د مسعود یادونه
زرداد وایي: په افغانستان کې ترټولو قوي قومندان احمد شاه مسعود و، خو دوی ورسره کلک جنګیدلي، چې کله یې ماتې ورکړې او کله یې ماتې ورڅخه خوړلې ده.
دی زیاتوي:مسعود ډېر خطونه راولیږل، د میلیونونه پیسو او قول اردو قومندانۍ وړاندیز یې وکړ، خو ومې نه منل.
د ده په خبره د مسعود خطونه یې حکمتیار ته هم ښودلي و، چې هغه ورته پخپل سر د نه معاملې د باور خبره کړې وه.
زرداد اوس هم نه دی پښېمانه، چې د حکمتیار په پلوۍ یې جنګونه کړي، وایي ملګرتیا کې باید انسان کلک وي، خو حکمتیار نه خپه دی، چې ده سره یې بې وفایي کړې ده.
د طالبانو راتګ
زرداد په دې مرکه کې کابل ته د طالبانو د راتګ په اړه هم کیسې لرلې.
وایي غزني نه کابله پورې یې د حزب اسلامي تر بیرغ لاندې د دغې ډلې خلاف جګړه وکړه، خو له دې کبله یې جنګ وبایله، چې له یوې خوا مسعود او له بلې خوا طالبانو سره په جنګ ول.
په دې برخه کې مسعود ته منسوبه هغه کیسه هم کوي، چې تر میدان ښاره په یوه موټر کې د طالبانو مخته ورغلی او ورته ویلي، چې حکمتیار مات کړئ، کابل موږ درسپارو!
زرداد فریادي زیاتوي: د طالبانو له راتلو وروسته سروبي ته لاړو، بیا مو د حکمتیار او مسعود مذاکرات مساعد او دوی یو کړل، چې ورسره ټول شمال ته وتښتیدو.
هغه د پاکستان د بدیو یادونه کوي، چې په خبره یې هلته له ورتلو سره یې په ۱۹۹۶ کې دی اوسیدو ته پرې نه ښود.
د زرداد په وینا له پاکستان نه بیرته مزار ته او بیا ایران او له هغه ځایه پاکستان ته ځي، چې پاکستان یې بیا ځوابوي او له هغه ځایه په قاچاقي ډول لندن ته د سیاسي پناه اخیستو لپاره ځي.
لندن کې څه وشول؟
زرداد وایي په لندن کې سیاسي پناه اخلي، خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي وکیل احمد متوکل له یوه برتانوي خبریال سره په مرکه کې پر ده تورونه لګوي.
د ده په خبره په مرکه کې متوکل پوښتل شوی وي، چې ولې ترهګر او جنایت کار اسامه ته یې پناه ورکړې؟
وایي: متوکل ورته ویل، لندن هم افغان جنایتکار زرداد ته پناه ورکړې.
د ده په خبره په لندن کې یې د اوسیدو معلومات ای ایس آی متوکل ته ورکړي وي، چې له دې سره یې د لندن پولیس د جنایتونو په تور نیسي او د ده په ادعا بې سنده یې څه باندې لس کاله بندي کوي.
د تورونو رد
زرداد پر ځان لګیدلي تورونه ردوي او ټول سیاسي دسیسې ګڼي.
هغه ټینګار کوي، چې نه یې جنایتونه کړي، نه یې خلک وژلي، نه یې بد چلند ورسره کړی او که څوک یې نه مني اسناد دې وړاندې او دی دې پر دار وځړوي.
زرداد زیاتوي: اوس هم حاضر یم، چې محاکمه شم او ځواب ووایم.
زرداد او شخصیتونه
زرداد د شخصیتونو په اړه د تبصرو پر وخت وایي، چې احمد شاه مسعود یې جدي رقیب و، خو دوی نه دي ورمات شوي.
د امریکا پخوانی ولسمشر جورج ډبلیو بوش د زرداد له نظره ظالم، غوسه ناک او جنایت کاره سړی و، چې سلګونه زره انسانان یې وژلي او پر ګڼو هېوادونو یې ناحقه بریدونه کړي.
ولسمشر غني ته زرداد په ښه سترګه ګوري، مسلمان ، ښه او عالم سړی یې یادوي او وایي، چې ملي ګټې ورته مهمې دي.
د سرداد داودخان په اړه وایي: شهید داودخان غوندې بل ولسمشر د افغانستان په تاریخ کې نه دی تیرشوی، هغه زړور، غیرتمن، په وطن مېن سړی و، چې ماسټر پلانونه یې لرل او اوس غني هماغه پلانونه غځوي.
د جنرال دوستم په اړه وایي: هغه مې شخصي ملګری دی، غیرتمن،ځوان پرسته او په وطن مېن سړی دی.
د زلمي خلیلزاد او ملا برادر په اړه خوشبیني ښيي، چې افغان سولې هڅې به کامیابې کړي.
غبرګونونه؟
د زرداد د تورونو او ادعاوو په اړه په مرکه کې یاد شویو کسانو او پلویانو یې کوم غبرګون نه دی ښودلی.
البته د یادونې وړ ده، چې زرداد افغانستان ته خپل راتګ د حکمتیار اړوند ونه ګڼله او ویې ویل، چې د ده راتګ د حکمتیار او حکومت د سولې اړوند مسئله نه ده.