د قطر یوه خیریه موسسه کابل کې اړمنو ته د اوسیدو کورونه جوړوي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د ښارجوړونې وزارت په خپل فیس بوک پاڼه لیکلي دي، چې پرون ١٩ د دسمبر یوه تړون پاڼه، یا قرار داد د قطر یوې خیریه موسسي لخوا د ځینو ساختماني شرکتونو سره د ١١٠ ملیونو ډالرو په ارزښت د افغانستان اسلامي جمهوریت د ښارجوړونې وزیر او د مالیې وزیر په شتون کې په “سرینا” هوټل کې لاسلیک شو.
Image may contain: 11 people, people standing and indoor
“عزیز احمد ګلستاني” چې د کورجوړوني برخه کې د ښارجوړونې وزارت مرستیال وزیر دی، وویل:

دا ټولنه یا ښارګوټی ٢٢ جریبه ځمکه کې ابادیږي، چې په کې ٨ دولس پوړیز بلاکونه، او په ټوله کې ٧٦٨ اپارتمانه دي.

پدې ښارګوټي کې به یو د پیر او پلور مرکز او یو مسجد هم ابادېږي.دوه مدرسې ،چې یوۀ به د نجونو او یوۀ به د هلکانو د پاره وي.
IMG-20201220-WA0032.jpg
د یاد وزارت ویاند حشمت الله ناصري وايي:

موږ دغه ښارګوټي ته د کابل ښار په پنځمه ناحیه د خوشال خان په سیمه کې ځمکه چمتو کړي ده، چې اوس مهال د ابادۍ کار ته چمتو دی.

نوموړی پروژه د پلان سره سم باید سږ کال بشپړه شي.
“حشمت الله ناصري” زیاته کړه چې د دې اپارتمانونو د اوسیدونکو په هکله موږ لا تر اوسه کره معلومات نه شو وړاندي کولي او دا د ولسمشرۍ ماڼۍ پورې اړه لري چې معلومات وړاندې کړي.