ژوند لیک یې؛ له مشهور قاري شېخ عبدالرحمن السدیس سره اشنا شئ

رنګین تجريدي ډیزاین

د نړۍ د مشهورو قاریانو د معرفۍ په لړۍ کې یاران وېب پاڼه نن د شیخ عبدالرحمن سدیس ژوند لیک درسره شریکوي.
زوکړه
شېخ قاري عبدالرحمان السدیس په ۱۳۸۲ هجري قمري کال د سعودي په پلازمېنه ریاض ښار کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستي دي.
د هغه د نسب سلسله د (عنزه) مشهورې قبیلې ته رسیږي.
دا قبیله د سعودي د قصیم سیمې اوسیدونکې وه.
زده کړې
قاري سدیس خپلې لومړنۍ زده کړې په المثنی بن حارث مدرسه کې کړي، بیا د ریاض علمي موسسې ته ورغلی او ترهغه وروسته یې له مشهورو اسلامي پوهانو : شيخ عبد الله المنيف، شيخ عبد الله بن عبد الرحمن التويجري او نورو سره زده کړې کړي.
هغه د قرآنکریم حفظ په ۱۲ کلنۍ کې کړی.
عبدالرحمن په ۱۳۹۹ کال د معهد له زده کړو په ممتازه درجه فارغ او بیا د ریاض پوهنتون د شرعیاتو په پوهنځي کې شامل شوی.
په کال ۱۴۰۳هجري له دغه پوهنتون څخه فارغ او بیا یې د ریاض په یو شمېر مسجدونو کې د امامت او خطابت دنده ترسره کړې ده.
مسولیتونه
abdur rahman sudais ژوند لیک یې؛ له مشهور قاري شېخ عبدالرحمن السدیس سره اشنا شئ
شیخ عبدالرحمن سدیس په ۱۴۰۴ هجري قمري کال کې د الحرام مسجد د خطیب او امام په توګه وټاکل شو.
په ۱۴۰۸ هجري قمري کې یې د خپلو لوړ زده کړو یا ماسټرۍ سند د فقې د اصولو په برخه کې له “الامام محمد بن سعود الاسلامیة” پوهنتون څخه واخیست.
وروسته د دندې لپاره مکې مکرمې ته لاړ او په ام القری پوهنتون کې په تدریس بوخت شو. هلته یې د فقې د اصولو په برخه کې د خپلې دوکتورا زده کړې هم وکړې.
قاري سدیس اوس هم په ام القری پوهنتون کې د استاد په توګه دنده مخته وړي.
شیخ عبدالرحمن سدیس د کم عمرۍ باوجود په ۳۲ کلنۍ کې د مکې معظمې په جومات کې د تراویح امامت ته ومنل شو.
ده ته د دغه لوی امتیاز د ورکړې لوی دلیل په ډېر خواږه غږ او په پوره تجوید د قرآنکریم د تلاوت د وړتیا لرل و.
ویاړنې
قاري عبدالرحمن سدیس په ۱۴۲۶ هجري قمري کې د جائزه دبي للقران بنسټ له لورې د اسلامي نړۍ د غوره شخصیت په توګه وپېژندل شو.
قاري سدیس د الحرام مسجد پر امامت او د ام القری پوهنتون پر استادۍ سربېره په ګڼو تلویزوني خپرونو، پوهنتونونو، علمي سفرونو او نورو کې د اسلامي ښوونو له ثوابه ډک کار ترسره کړی.
شخصي ژوند
شیخ عبدالرحمن سدیس واده کړی او د عبدالعزيز، صهيب او عبدالله په نومونو زامن لري.
دغه راز د سمية و أميمة و نسيبه و مليكة په نومونو لوڼې هم لري.