پنځه ډوله سپورټ چې ونه (قد) لوړوي

سپینه تجريدي ډیزاین
ژباړه او راټولونه: عایشه حیدري

ډېری کسان چې ټیټې ونې لري د خپل قد له ټیټوالي څخه ناخوښ دي. جنیټیکي عوامل د قد په لوړوالي کې ډېره ونډه لري، که د ځینو داسې کسانو چې پلار او مور یې لوړ قدونه لري، قد ټيټ وي، د هغو د قد د لوړېدو ډېر امکان شته، خو په دې شرط چې دغه کسان په دوامداره او په پرله‌پسې توګه سپورټ وکړي او د خپل قد لوړېدا کلک هوډ ولري.
څېړنو ښودلې چې د انسان د قد وده د هغه د ژوند د درېیمې لسیزې په نیمایي کې (پنځه ویشت کلنۍ کې) درېږي، او نوره وده نه کوي، نو که تاسو هم د لوړې ونې غوښتونکي ياست او پنځه ویشت کلنۍ ته نه یاست رسېدلي، نو اندېښنه مه کوئ، تاسو کولای شئ په ډېره اسانۍ سره خپل قد لوړ کړئ.
په دې لیکنه کې غواړو ځینې هغه ورزشونه در وپیژنو چې د قد د لوړېدا‌ لامل ګرځي، نو که تاسو هم غواړئ لوړ قد ولرئ، زموږ لیکنه تر پایه ولولئ، او د لیکنې په لړ کې د یاد شوو ورزشونو په کولو سره د خپل قد د لوړاوي هیلې ته ورسېږئ.
د قد لوړېدا لپاره ترټولو اړین کار ورزش کول دي، ټول انسان په ځانګړي ډول هغه کسان چې ټیټې ونې لري بويه د ورځې په لړ کې په منظم ډول ورزش وکړي. هر ورزش په ځانګړي ډول هغه ورزش چې تاسو ته خوند درکوي، د قد لوړېدا لامل کېږي.
څېړونکي وایي چې بويه ماشومان او نوي ځوانان د فزیکي فعالیتونو او کړنو له اړخه فعال اوسي، او تل هغه ورزشونه او لوبې و کړي چې فزیکي فعالیت پکې ډېر وي، ځکه چې فزیکي فعالیتونه د بدن ټول غړي فعالوي او د قد د لوړېدا لامل کېږي.
ورزش نه یوازې دا چې ماشومانو او نوي ځوانانو قد لوړوي، بلکې د هغو کسانو د قد د لوړېدا لامل ګرځي چې د اتلسو څخه تر پنځه ویشت کلونو پورې عمر لري.
کېدای شي چې تاسو سره دا پوښتنه وي چې فزيکي فعاليتونه څنګه قد لوړوي؟
د دې پوښتنې ځواب ډېره اسانه ده، هر څومره چې د بدن فزیکي فعالیت ډېر وي په همغې کچې بدن خواړه ښه جذبوي، چې د خوړو ښه او ډېر جذب هم د قد لوړېدا لامل کېږي. پر وخت او مناسب ورزش د دې لامل کېږي چې بدن ډېر او مناسب هورمونونه ترشح کړي او قد لوړ شي.

لومړی: لامبو

د قد لوړېدا لپاره تر ټولو ښه او اړین ورزش لامبو وهل دي، لامبو وهل کولای شي په ډېرې لږې مودې کې ستاسو قد لوړ کړي. لامبو کول عضلات اوږدوي، په هره کچه چې د بدن عضلې اوږدې شي په همغې کچه د انسان قد لوړېږي.
39484edf 4746 4542 b1e5 ffc95db40830 پنځه ډوله سپورټ چې ونه (قد) لوړوي
ځینې څېړنې دا هم وايي، هغه کسان چې له ماشومتوب څخه لامبو وهي، ډېر لوړ قدونه لري، خو بویه یادونه وکړو چې لامبو وهل نه یوازې دا چې په ماشومتوب کې قد لوړوي، بلکې په ځوانۍ او یا وروسته له اتلسو کلونو څخه هم د قد په لوړېدا کې مرسته کوي. د دې لپاره چې د لامبو وهلو ښه اغېزه د خپل قد په لوړوالي کې ووینئ، په اونۍ کې څلور او یا هم پنځه ورځې د دوو ګړيو لپاره لامبو و وهئ.
یا ده دې وي چې لامبو وهل نه یوازې دا چې د قد په لوړېدا کې مرسته کوي، بلکې د بدن روغتیا ته هم ډېره ګټه لري.

دویم: ځان ځړول (بارفیکس)

ځان کشاله کول او یا ځان زړول له یوې (افقي) میلې څخه د دې لامل ګرځي چې د انسان اوږې اوږدې شي، کله چې د انسان اوږې اوږدې او لوړې شي د انسان قد هم په مستقيم ډول لوړېږي. بارفیکس ورزش لپاره خپل لاسونه په یوې افقي میلې ونښلوئ او ځان پرې را وځړوئ او د لسو ثانیو لپاره همداسې په ځوړند حالت کې پاتې شئ، او دغه کړنه څو څو ځلې همداسې تکرار کړئ.
4f7cf7b0 4ab8 4ad2 b4ad 3fcbea569a41 پنځه ډوله سپورټ چې ونه (قد) لوړوي
کله مو چې د ځان ځړولو تمرین کاوه خپلې پښې غونډې ونیسئ، او د څو ثانیو لپاره مو پښې له ځمکې سره په موازي حالت کې پرېږدئ او په ځمکه یې مه نښلوئ او که غواړئ دغه ورزش ستاسې د قد په لوړېدا ښه اغېزه وکړي او ژر تر ژره مو قد لوړ شي په اونۍ کې څو ځلې په پر‌له‌پسې توګه دغه تمرین وکړئ.

درېیم: د لاسونو ګوتې د پښو ګوتو ته رسول

د لاسونو ګوتې د پښو ګوتو ته رسول يو ځان راښکونکی حرکت دی چې د قد د لوړېدا لپاره ورڅخه ډېره ګټه اخيستل کېږي. کله چې د لاسونو ګوتې د پښو ګوتو ته رسوئ ستاسو ستون فقرات اوږدېږي، او د قد په لوړوالي کې له تاسو سره ډېره مرسته کوي.
07e43309 d8a1 4fb3 8e42 6db97578daca پنځه ډوله سپورټ چې ونه (قد) لوړوي
تاسو کولای شئ د خپلو لاسونو ګوتې د خپلو پښو ګوتو ته په ناستې او یا هم په ولاړې توګه ور ورسوئ، په دواړو حالتونو کې به دغه تمرین د قد په لوړېدا ښه اغېزه وکړي. هېر مو نه شي که دغه کړنه له ستونزمنو تمرینونو څخه وړاندې ترسره شي، بدن تودوي او ستونزمنو تمرینونو ته یې چمتو کوي.

څلورم: کشش

کشش هم یو له هغو ډلو تمرینونو څخه دی چې د قد په لوړېدا کې ډېره مرسته کوي د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د قد لوړېدا لپاره له دغه ورزش څخه ګټه اخیستل کېږي، ځکه کشش تمرین هم ساده دی او هم هر چېرته یې تر سره کولای شئ.
049ef36a b8f4 4e24 baac 52812e90faa7 پنځه ډوله سپورټ چې ونه (قد) لوړوي
که غواړئ د کشش تمرین ترسره کړئ په یوې هوارې ځمکې باندې په سیده ډول و درېږئ، تر هغو چې شونې وي خپل لاسونه اسمان ته پورته کړئ، که چېرې په دغه حالت کې خپل سر شاته ښکته کړئ دا کړنه هم کشش منځ ته کولای شي، او په دغه حالت کې به په خپلې ملا کې کشېدنه حس کړئ.
دغه تمرین هم د لاسونو د ګوتې د پښو ګوتو د رسولو په شان یو نرموونکی حرکت دی، غوره به دا وي چې دغه کړنه ۴ تر ۷ ثانیو پورې ترسره کړئ او وروسته یې بیا څو څو ځلې تکرار کړئ.

پنځم: د پړي لوبه

د پړي لوبه یوازې د ماشومانو لوبه نه ده، بلکې د قد لوړېدا لپاره تر ټولو غوره او اسانه ورزش هم دی. کله چې د پړي لوبه ترسره کوئ، بدن ځانته سيده حالت غوره کوي، چې دغه حالت د ملا او د ملا د تیر د اوږدېدو او د قد لوړېدا لامل کېږي.
د پړي په لوبه کې د پښو را غونډېدل هم د دې لامل کېږي چې د پښو د عضلې اوږدې شي، چې دا په خپله قد لوړوي. همدارنګه د پړي لوبه د پښو د تلې هډوکو ته وده ورکوي او د قد لوړېدا لامل ګرځي. که په دوامداره توګه هره ورځ د پړي لوبه ترسره شي د قد په لوړېدا کې به ډېره مرسته وکړي.
په پای کې بویه یو ځل بیا یادونه وکړو چې د قد لوړېدا لپاره تر ټولو اړین ټکی فزیکي فعالیتونه او یا هم فزیکي کړنې دي، او هر ډول ورزش په ځانګړي ډول هغه ورزشونه چې په دې لیکنه کې مو تاسو ته در و پېژندل، تاسو سره ستاسو د قد په لوړېدا کې ډېره مرسته کوي. خو د سپورټ ترڅنګ د خپل قد د لوړېدا لپاره د مناسبو او اړینو خوړو خوړل مه هېروئ.
2feca605 3976 4462 bb6d f5232ed6c98b پنځه ډوله سپورټ چې ونه (قد) لوړوي
34a92d30 1e7e 4911 abac 309ae81208a9 پنځه ډوله سپورټ چې ونه (قد) لوړوي
52f1bd2f c8eb 4c46 8b80 83516598d919 پنځه ډوله سپورټ چې ونه (قد) لوړوي