د‌ مشهورو څېرو په ګډون لاریون: عمران خان دې له دې دندې ګوښه شي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
ژباړه: عایشه حیدري

زرګونو پاکستانيانو د‌ دغه هېواد په ملتان کې لاريونونه کړي دي. دغو لاريون کوونکو د عمران خان د ګوښه کېدلو غوښتنه کوله.
د اسپوټنیک د راپور پر بنسټ، زرګونو تنو د پاکستان په ملتان کې لاريونونه کړي دي، دغه لاريون کوونکي ددې هېواد له صدارت څخه د عمران خان د ګوښه کېدلو غوښتنه کړې ده.
هغوی په داسې حال کې پر لاريونونو لاس پورې کړی چې د پاکستان دولت په لاريونونو او غونډو بنديز لګولی دی او لسګونه مدني فعالان یې هم نیولي دي.
هغه لاريون چې پرون د پاکستان د ډیموکراټ غورځنګ PDM له خوا ترسره شو، د عمران خان پر وړاندې پنځم لاريون و‌. د پاکستان ډیموکراټ غورځنګ په وروستیو کې د ۱۱ سیاسي حزبونو په ګډون جوړ شوی وو.
چارواکو ملتان ته د تګ راتګ لارې د کانټينرونو په پرمټ تړلې دي او د مبایل او ټلیفون اسانتياوې یې پرې کړي دي.
د يادونې وړ ده چې د پاکستان د پخواني لومړي وزير نواز شريف لور مریم نواز، چې د فساد د تورونو له امله، پاکستان څخه لرې په لندن کې اوسېدله، اوس يې په دغه لاريون کې ګډون کړی دی.
هغې د دوشنبې ورځې په لومړيو کې خبريالانو ته وويل چې له نیول کېدلو څخه نه ډارېږي او دغه لاريون به په هرې بیې چې وي ترسره کېږي. د دغه لاريون یوه بله ګډون کوونکې د بېنظیر بوټو لور، آصفه بوټو زرداري وه.