د امن تر ټولو خوندي کور د پلار یا خاوند کور دی

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

پخوا په ډېريو کورونو کې د نجونو پيدايښت د کمبختۍ نښه وه او په ډېر بد پال به يې نيوله د لور په پرتله به يې زوی ته لومړيتوب ورکاوه او ورته خوشالېدل به، په کوم کور کې به چې نجلۍ وزېږېده نو د وير او غم ټغر به خور شو، له پيدايښته تر زړښته او بيا تر مرګه به د ژوند له سختو سره لاس او ګريوان وه، په پيغلتوب کې به د پلار په کور رټل کېده او د مېړه په کور کې خو به د يوې وينځې په نامه ناسته وه.
خو د وخت په تېرېدو او د ذهنيتونو له بدليدو سره ورو ورو دې کرغېړنې پديدې خپل ځای انسان پالنې ته پرېښود او تر يوې کچې د نجونو پر وړاندې د خلکو چال چلند کې مثبت بدلون ځان راڅرګند کړ. خو اوسمهال هم په ځينو کليو او لرې پرتو سيمو او آن مرکز کې د دې ډول عقايدو پالونکي شته چې لور ته په کمه سترګه ګوري، په بدو کې يې ورکوي، په تړوني کې د بل په نامه کيږي، اندامونه يې په اور سوځول کيږي او د بد لمنۍ تورونه پرې پورې کيږي.
خو په سيالو او هغو سيمو کې چې فکرونه پراخ شوي او علم پکې پرمختګ کړی وي ښځو ته د احترام او قدر په سترګه ګوري، په ټولنه کې له نارينه وو سره يو ځای برخه اخلي او له کوره بهر کار کوي.
په هغو کورونو کې چې ښځو ته د دويم جنس په سترګه کتل کيږي د پلار يا خسر کور کې تر جسمي او رواني شکنجو لاندې نيول کيږي چې ډېری ښځې له کوره تېښتې او ځان وژنې ته اړباسي.
د ښځو پر وړاندې روان تاواريخوالي نړيوالو موسسو ته لار پرانيسته چې په افغانستان کې د خانه امن په نامه د ښځو د ملاتړ بنسټ جوړ کړي د دې بنسټ په جوړولو يې له کوره تښتېدلو ښځو ته د سرپناه د ورکړې زمينه برابره کړه، چې اوسمهال ګڼ شمېر ښځې د خپلو پلرونو او مېړونو له کوره د راوتلو وروسته دلته راځي او د خپلو حقوقو غوښتنه کوي.
دلته هغه ښځې راځي چې د پلار يا خاوند په کور کې يې ژوند تنګ او د لوی ظلم قربانيانې وي. دې مراکزو د حرفوي زده کړو او د ښځو د ظرفيت لوړونې د بيلابيلو پلانونو په مرسته د پيغلو او واده شويو ښځو زړونه په ځان پورې وتړل او دا ځای يې د ځان د حفاظت او ساتنې يواځينی مرکز ياد کړ.
د دې مراکزو جوړېدا په مرکز او ولايتونو کې د خلکو تر منځ منفي غبرګونونه راوپارول او ياد ځای ته يې د فحشاوو د لوی مرکز په سترګه کتل.
د ځينو په وينا دلته ښځينه وو ته د هغوی د ناموس او عزت به بدل کې يوه مړۍ ډوډۍ ورکول کيږي او د داسې کارونو کولو ته يې اړ باسي چې بيا خپلو برخليکونو ته ګوته به غاښ ناستې وي.
زمونږ په ټولنه کې د بدو د مخنيوي لار نه نيول کيږي خو د نقد او نيوکو پر مهال له هيچا وار نه وي خطا هر يو په دې هڅه کې وي چې څنګه يې راوسپړي او ګوته ورته ونيسي، اولادونه په کورنۍ حق لري چې د ژوند سهولتونه ورته برابر او پرته له کوم تبعيضه د خپلو لوڼو او زامنو د حقوقو دفاع وکړي.
که مور او پلار د خپل زوی تر څنګ لور ته هم د يوه ازاد انسان په سترګه وګوري، ملاتړ يې وکړي او د ګډ ژوند په تصاميمو کې يې نظر وپوښتي نو د خپل کور او د خاوند کور به يې د نړۍ تر ټولو با امنه ځای وي چې په ارامه به پکې ساه اخلي او ژوند به تېروي.
هڅه وکړئ د خپل کور تهداب له پيله پیاوړی او مستحکم وساتۍ چې د هر طوفان په مقابل کې د مبارزې توان ولري او په راتلونکي کې مو له سترو سرخوږيو او بدمرغيو وساتي.
لور او زوی د يوه لاس ګوتې دي هيڅ يو د بل پر وړاندې برتري او پستي نه لري هڅه وکړئ د خپلو اولادونو په روزنه کې له تبعيضي چلنده ځان وساتئ ځکه دا ډول چلند مو د ځان پر وړاندې د اولادونو عقدې راپاروي.