افغانستان

د دارالامان ماڼۍ سل کلن سفر – تورپیکۍ غرنۍ

نن سبا د کابل ښار په سويل لويديځه څنډه کې يوې دنګې ودانۍ د خلکو پام ځانته را اړولی چې د هر ليدونکي سترګې بريښوي او د يوه سيمې د ښايست او مدنيت تصوير وړاندې کوي. دا هغه ماڼۍ ده چې په ۱۹۲۰ ميلادي کال کې غازي شاه امان الله خان ورغوله چې دوه ويشتو آلماني انجينرانو او اوه سوه افغاني کارکوونکو پکې کار کاوه. دا ماڼۍ په داسې بڼه جوړه شوه چې ۱۵۰ خونې … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

خپل ځان سره څومره مينه لرئ؟ خپل ځان ته وخت ورکړئ

د خوښۍ يو راز دا دی چې خپل ځان سره مينه وکړئ که له ډېريو خلکو پوښتنه وشي نو ښايې ځواب کې ووايې چې هو؛ مونږ ځان سره مينه لرو خو له کړنو او عکس العملونو يې بل څه ظاهريږي. دا يو ساده حقيقت دی چې مونږ د ځان په پرتله نورو سره ډېر صميمي او په مينه چلند کوو. تل په دې هڅه کې يو چې هغه کار ترسره کړو چې نور له ځانه … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

له نورو تمه؛ هغه څه چې ناتوانه کوي مو

د تورپیکۍ غرنۍ لیکنه تمه انسان محدودوي، ناتوانه کوي يې او بلاخره په هغه نري تار يې تړي چې هره ګړۍ يې د شليدلو امکان شته. تمه لرونکی په خپل لاس د خپل ژوند د تحرک قوه د بل په لاس کې ورکوي او په لوې لاس ځان د نورو د غوښتنو او حوسونو تابع ګرځوي. له نن مخکې مې ډير اوريدلي او په ډيريو کتابونو کې مې لوستي وو چې انسان بايد بل ته … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د یو مثبت او اغیزناک شخصیت لپاره څو مهم ټکي

د تور پیګۍ غرنۍ لیکنه او راټولونه که غواړئ داسې شخصيت ولرئ چې د خلکو پام ځانته راواړوئ نو هڅه وکړئ په مثبتو ليدلوريو خپل ځان خلکو ته معرفي کړئ او لاندې ټکي په پام کې ونيسئ. ۱: په ځان باور ولرئ هغه څه چې د نورو په نسبت ستاسې شخصيت لوړوي او په ټولنه کې د پام وړ ارزښت پيدا کوئ په ځان باور دی، خلک تاسې ته په هماغه سترګه ګوري په کومه … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د امن تر ټولو خوندي کور د پلار یا خاوند کور دی

پخوا په ډېريو کورونو کې د نجونو پيدايښت د کمبختۍ نښه وه او په ډېر بد پال به يې نيوله د لور په پرتله به يې زوی ته لومړيتوب ورکاوه او ورته خوشالېدل به، په کوم کور کې به چې نجلۍ وزېږېده نو د وير او غم ټغر به خور شو، له پيدايښته تر زړښته او بيا تر مرګه به د ژوند له سختو سره لاس او ګريوان وه، په پيغلتوب کې به د پلار … نور ولولئ

پوهنتونونه

د افغان ښځو لپاره له ستونزو ډک کاري چاپیریال

په عامه اصطلاح او د لوستو کسانو په باور ښځه د نيمې نړۍ بشپړوونکې ده او هغه مهال دا بشپړتيا صحت پيدا کوي چې له نارينه وو سره يو ځای کار وکړي او ټولنې سره د خپلو افکارو پر شريکولو په ټولنه کې ونډه واخلي. په افغانستان کې د پخوا په پرتله اوس ښځې په کاري چاپيريال کې ډېرې تر سترګو ګيږي او ان په لوړو څوکیو کار کوي. خو د ډيريو نامناسب کاري چاپيريال … نور ولولئ

خوندیتوب

پر نشه يې توکو د ښځو او ماشومانو روږدي کېدل

د وروستي پاچا محمد ظاهر شاه او لومړي ولسمشر سردار محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال افغانستان د نړۍ په کچه د نشه يې توکو تر ټولو لږ کښت درلود چې يوازې به د دارو او درملو په جوړولو کې ترې کار اخيستل کېده. د سردار محمد داوود خان د واکمنۍ له پای ته رسېدو وروسته او د کمونيستي رژيم له پېلېدو سره سم ځينو سيمو کې نا امنيو زور واخيست، دا نا امني … نور ولولئ

افغانستان

افغان ولسمشر له څلور کلونو وروسته پاکستاني چارواکو سره خبرو ته زړه ښه کړ

پاکستان ته د افغان ولسمشر د سفر هر کلي ګن شمېر مخالفتونه راولاړ کړي چې ډېری يې د حکومت د مخالفينو له لوري دي، دوی وايې ولسمشر سره د پروتوکول پر خلاف عمل شوی او دا چلند يې ولسمشر ته يو ډول سپکاوی ګڼلی، د ستراتيژيکو اړيکو د اصولو له مخې کوربه هيواد ته د نورو بهرنيو هيوادونو د سفر پر مهال بايد سيال او د مقابل لوري له موقف سره برابر کس هرکلي ته … نور ولولئ

روغه سټه

ډاکتران: سرطاني ناروغۍ که په وخت تشخیص شي لا علاجه نه دي

په افغانستان کې ډېری خلک د سرطان له ناروغۍ رنځيږي او درملنه يې ناشوني ګڼي. د سرطان ناروغيو له کبله د مړو شمېرې حيرانوونکي دي چې هرو څلورو کسانو کې يې درې مړه کيږي او يو روغ پاتې کيږي. اکثره په دې ناروغۍ اخته ناروغان هغه مهال روغتون ته مراجعه کوي چې ناروغي يې آن تر پينځم او شپږم پړاوه رسېدلې وي چې بيا يې رغېدل ستونزمن کار دی. د سرطان ناروغۍ متخصصين وايې، که … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د ناسمو کلتوري دودونو په وړاندې دریدل، ستونزمن خو ضروري دي

فرهنګ د يوې ځانګړې سيمې او جغرافيې معنوي شتمني ده چې د هغې سيمې د خلکو د پېژندګلوۍ سېمبول دی. هره ټولنه له پيدايښته په خپله فرهنګ کې ځينې دودونه او عنعنات روزي او د همدې کلتوري دودونو پر بنسټ له نورې ځانګړتیا مومي او بقا کوي. د هرې سیمې د دودونو او عنعناتو په جوړیدو کې د سیمې جغرافیوي موقیعت، لرغونې مذهبي انګیرنې، تاریخي پیښې، یرغلونه او نور ګڼ عوامل رول لري. په ټولنیزو … نور ولولئ