د وینې فشار؛ څه ته وايي، نورمال یې څومره دی؟

سپینه تجريدي ډیزاین
ژباړه او زیاتونه:ملیحه ناصري

کله چې زړه رګونو ته وینه پمپوي، وینه په فشار سره په کوچنیو سرو رګونو لګېږي. دې وخت د وینې فشار په لوړه درجه کې وي او سیسټولي ورته وايي. کله چې د دوه ځلي درب درب کېدو تر مینځ یانې د هر ځل درزا تر مینځ زړه دمه کوي. دې وخت کې فشار ته ډیاسټولي وايي. یانې ۸۰/۱۲۰ چې فشار وي، ۱۲۰ یې سیسټولي او ۸۰ یې ډیاسټولي وي.
ځينې وخت کېدی شي چې سیسټولي له ۱۲۰ څخه ۱۴۰ یا تر هغې هم لوړ شي او ډیاسټولي له ۸۰څخه ۹۰ یا تر هغې زیات شي. په ځينو کې بیا یوازې یو فشار سیټسټولي لوړېږي، ځينو کې ډیاسټولي. ګډ وډ فشارونه داسې هم کېدلی شي؛ لکه:۸۲ /۱۴۸ لوړ سیسټولي او ۹۶/۱۳۴ لوړ ډیاسټولي فشار وايي.
د وینې لوړ فشار کومه څرګنده نښه نه لري؛ خو چې کله مو سیسټولي فشار ۱۳۰ یا ۱۲۹ و او ډیاسټولي ۸۰ تر ۸۹ و، لوړ فشار ګڼل کېږي چې دا په فشار سنج الې سره مالومولی شئ.
که چېرې د وینې فشار مو لوړ شوی وي، ښايي سردرد، په سینه/کوګل کې درد، په ساه اخیستلو کې ستونزه درته پیدا شي. که مو دغو نښو کې هره یوه درلوده، فشار مو وګورئ.
د وینې لوړ فشار کوم ځانګړي علایم نه لري؛ خو بیا هم ځينې داسې نښې شته چې ستاسو د لوړ فشار څرګندويي کوي. هغه نښې دا دي: ستوماني، د لید/سترګو ستونزې، په سینه کې دردونه، د زړه نامنظم دربېدل، په ادرار کې وینه، په سینه، غوږونو او غاړه کې څړیکه تېرېدل. هغه نښې او علامې چې کمې لیدل شوي: سر ګنګسي، سردرد، د پوزې وینې کېدل.
سردرد، د پوزې وینې کېدل او د زړه تپېدل د لوړ فشار د نازکو حالاتو نښې کېدی شي. دې وخت کې د مغزي او قلبي سکتې امکان هم وي.

د لوړ فشار لاملونه:

سره له دې چې خاص لامل نه لري؛ خو جنیټيک، ناسم خوړنیز رژیم، لوړ عمر، ډېر وزن/چاغښت، فعالیت نه کول یې لاملونه دي. ځينې وخت د توکم په څرنګوالي پورې هم اړه لري. یانې تورپوستي تر سپین پوستو ډېر پر دې ناروغۍ اخته کېږي. د هغو کسانو چې کورنۍ غړو د وینې فشار لوړېږي، احتیاط او ځان ساتل ورته پکار دي؛ ځکه دوی کې ارثي بڼه لرلی شي.
یادونه: د وینې لوړ فشار لرونکي کسان دې  مالګین خواړه نه خوري. همدارنګه که چېرې فشار بېحده لوړ او ګډ وډ شي، د حافظې ګډ وډۍ رامینځته کوي. یانې کېدی شي چې تر یوې حملې وروسته، آن د کورنۍ غړي ونه پېژندل شي، د تېر ژوند ځينې برخې که مهمې هم وي، هېرې شي. یا یوه کس ته به د بل کس او بل ته به د لومړي کس نوم اخیستل کېږي. دا ځکه چې ناروغ ته یې پېژندل سختېږي.
سرچینه:بیتوته