
د چاپېریال ساتنې مسئله په نړیواله کچه په وروستیو کې له جدي او تودو بحثونو څخه ده.
نړیوال چاپېریال په وروستیو کې د صنعتي کیدو له ګړندي کیدو سره خوار ککړ شوی او د لا ککړتیا پر لور روان دی.
دا وضعیت سبب شوی، چې په نړیواله کچه چاپېریالي ستونزې د یوې لویې ننګونې په توګه بحث شي.
د چاپېریال ساتنې مدافعانو دا موضوع په نړیواله کچه جدي کړې او هر کال یې په اړه د لوړپوړو نړیوالو کنفرانسونو جوړولو ته مخ اړولی دی.
د دې ترڅنګ د هېوادونو په کچه هم خاص تدابیر نیول کیږي، چې څنګه د چاپېریال ساتنې په برخه کې سم کار وشي.
دلته د دغو هڅو له منځه یو جالب وړاندیز درسره شریکوو.
د برازیل د ولسمشر وړاندیز
د برازیل ولسمشر ژائیر بولسونارو په وروستیو کې د هېواد د چاپېریال ساتنې پر وضعیت یې اندیښنه ښودلې او د حل لپاره یې عجیبې خبرې کړي.
هغه ویلي: خلک دې له چاپېریال ساتنې سره د مرستې لپاره په یوه شپه او ورځ کې یوازې دوه ځلې تشناب ته لاړشي!
دغه ښي اړخ ولسمشر دا هم ویلي، چې د تشناب ته لږ تلو اسانه لاره لږ خوراک دی.
د ده په وینا که خلک لږ خوراک ـ څښاک وکړي، اقتصاد ته به یې هم ګټه رسیدلې وي او چاپېریال ته هم.
برازیلي ولسمشر همدا شان د اولادونو لږ زیږول هم اړین ګڼلي او له خلکو یې ورته پاملرنه غوښتې ده.
له دې سره یې ویلي، چې که څوک د خپلو کورنیو غذایي سیستم په لږ خوراک باندې عیارولای شي، د ده په شان کولای شي، چې پينځه اولادونه هم ولري.
د ټوکو وړ خبره
د برازیل د ولسمشر دغه خبره یو شمېر خلکو ریشخند کړې او ویلي، چې په یوویشتمه پېړۍ کې داسې خبره عقل و منطق نه مني.
د منتقدینو په وینا ولسمشر باید د یوه مسول مقام په توګه د حکومتولۍ داسې سیستم رامنځته کړي، چې هم د چاپېریال د وضعیت، هم د خلکو صحت او هم نورو اړتیاوو ته لازمه پاملرنه وکړي.
د ویلو ده، چې یاد شوی وړاندیز د بڼې له مخې بیخي نوی او جالب دی.
منتقدینو یې دا وړاندیز(احمقانه وړاندیز) ګڼلی، خو د ولسمشر پلویانو د وړاندیز هرکلی او ملاتړ کړی دی.