حامله مېرمنې دې په مني کې دا سپارښتنې نه هېروي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

لیکوال: ډاکټر پیام فرح‌بخش د تهران د ازاد پوهنتون استاد
ژباړن: بشر دروېش
هر موسم خپل خصوصیات لري، چې ټول انسانان؛ په ځانګړي ډول حامله ښځې باید ورسره اشنا او ځان عیار کړي.
دلته هغه مهمې سپارښتنې شریکوو، چې حامله ښځې یې باید په اوسني موسم(مني) کې باید هېرنه کړي:
ځانونه دې گرم ساتي
منی د ژمي پیل دی، هوا پکې سړیږي او ورځ تربلې د ژمنیو ناروغیو خطر زیاتوي. په دغه موسم کې ټول خلک، په خاص ډول مېرمنې باید د خپلې روغتیا او ګرم ساتلو مسئلې ته پوره پاملرنه وکړي.
په مني کې نه یوازې له نسبتاً سړې هوا؛ بلکې سړو بادونو هم ځان وساتي.
حامله ښځو ته لازمه ده، چې په کورونو کې له ۲۱ تر ۲۴ سانتي ګراده پورې هوا ځانته مساعده کړي.
په باران کې دې محتاطانه قدمونه اخلي
د مني یو ښه خاصیت بارانونه دي. په دې موسم کې داسې باران نه وریږي، چې د ژمي په شان انسان سم له یخنۍ ولړزوي، خو له باران سره که اوړی وي یا ژمی، حتماً هوا بدلیږي او سړیږي.
د هوا بدلولو ترڅنګ بارانونه ځمکه خټینوي، نو ښه ده چې حامله ښځې محتاطانه ګامونه تل؛ په خاص ډول په باران کې واخلي.
ځکه که ولویدې، ماشوم ته یې جدي خطر پېښوي.
له میکروبونو دې لیرې وي
هر موسم د نورو خاصیتونو ترڅنګ خاص میکروبونه هم لري. ضرور ده چې حامله ښځې د مني له میکروبونو هم ډېر ځان وساتي.
که د نظافت لپاره خاص سیستم ونه لري، امکان شته چې د مني له خاصو ناروغیو سره مخ شي.
عمومي سیمو ته دې ډېر نه ځي
په مني کې د ژمي ناروغۍ هم څرګندیږي، لکه: زوکام، د ستوني درد، ټوخی او نور.
په عمومي سیمو کې حتمي ده چې هر ډول خلک وي. حامله ښځو ته چې تر هرچا زیات د امیدوارۍ پر وخت صحي تدابیرو ته ضرورت لري، له دې سیمو د مني د ناروغیو د انتقال وېره موجوده ده.
ورزش دې نه هېروي
منی هوا بدلوي، د هوا بدلیدو سره لټي او له سړې هوا ځان ساتنه زیاتیږي. دا بدلون باید د ورزش د هېرولو سبب نه شي، ځکه حامله ښځې تر هر چا زیات ښه او فعال ورزش ته زیاته اړتیا لري.
خوراکي رژیم دې بدل کړي
د مني له راتګ سره طبیعي ده، چې څه مېوې ختمیږي او نور یې پرځای بازار ته راوځي.
حامله ښځې د مېوو ترڅنګ په هره برخه کې خاص غذایي رژیم ته اړتیا لري.
دوی ته لازمه ده، چې له خپلو معالجو ډاکټرانو سره په مشوره خپل غذایي رژیم تنظیم او تطبیق کړي.
د مني له پيل سره باید دوی د خپل خوراکي رژیم په اړه هم بیا کتنه وکړي.