ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس
موږ ټول غواړو چې د رمضان دېرش ورځې په ښه توګه روژه ونيسو، هغسې روژه چې مونږ کې مثبت تغيیرات راولي، راځئ د دې ترڅنګ دېرش ښه کارونه هم تمرين کړو.
هره ورځ يو کار…
۱) يوه ورځ الله تعالی ته او ځان ته دروغ ونه وايو.
۲) يوه ورځ په نورو او پر ځان مهربانه واوسو.
۳) يوه ورځ ځپل ځان او نور وبښو.
۴) يوه ورځ ارامه واوسو او غوسه ونکړو.
۵) يوه ورځ مسکا وکړو او خنده رويه واوسو.
۶) يوه ورځ د هېڅ چا بدي ونه غواړو، حتی د دښمنانو هم.
۷) يوه ورځ د هېڅ چا بد ونه وايو، حتی د خپل ځان هم.
۸) يوه ورځ په انصاف واوسو، هم ځان او هم د نورو سره انصاف وکړو.
۹) يوه ورځ متواضع او نرم واوسو او له ځان څخه قناعت ولرو.
۱۰) يوه ورځ بل چا سره مرسته وکړو، حتی په داسې کار کې چې هېڅ زموږ پورې اړه ونلري.
۱۱) يوه ورځ قانون پلي کړو، که هغه هرڅومره کوچنی قانون هم وي.
۱۲) يوه ورځ هڅه وکړو چې هېڅوک د خپلې ژبې پوسيله ونه زوروو.
۱۳) يوه ورځ په مهربانۍ او نېک کار کې له نورو پيش قدمه واوسو.
۱۴) يوه ورځ خپل جسم ته احترام وکړو او د خپل وجودو د ذره ذره په اړه فکر وکړو.
۱۵) يوه ورځ نورو ته احترام وکړو او په دې هکله فکر وکړو چې زموږ په ژوند کې ترټولو نږدې کس څه ته ډېره اړتيا لري.
۱۶) يوه ورځ سکوت او نرمښت اختيار کړو.
۱۷) يوه ورځ د شنو بوټو ترڅنګ د هغو په ساتنه تېره کړو.
۱۸) يوه ورځ يو ښه کتاب ولولو او نورو ته ووايو چې څه مو پکې ولوستل.
۱۹) يوه ورځ د مور، خويندو او مېرمنې سره د کور په کارونو کې برخه واخلو.
۲۰) يوه ورځ د خپلو تېرو کړنو په هکله فکر وکړو او ويې ارزوو.
۲۱) یوه ورځ د طبعيت د ليدنې او تماشا لپاره له کوره بهر ووځو.
۲۲) يوه ورځ د خپلو هغهو ملګرو او دوستانو په هکله فکر وکړو چې اړيکې مو ورسره ډېرې نږدې وي.
۲۳) يوه ورځ د خپلې خوښې قرائت، نعت، ترانه او بل هرڅه چې وي، وايې ورو.
۲۴) يوه ورځ د خپلې کورنۍ په اړه فکر وکړو، د کورنۍ د ټولو غړو مثبت اړخونو باندې فکر وکړو.
۲۵) يوه ورځ د خپل ماشومتوب، نوې ځوانۍ… د وختونو د يادښت کتابچې راواخلو او ويې لولو.
۲۶) يوه ورځ د خپلو ښه او بدو عادتونو په هکله فکر وکړو او په دوه جلا جلا کاغذونو کې يې وليکو.
۲۷) يوه ورځ د خپلو غوره ټکو او وړتياو په هکله فکر وکړو او د يوه کاغذ پر مخ يې هک کړو.
۲۸) يوه ورځ د خپل ترټولو بد عادت په اړه فکر وکړو او د له منځه وړلو لپاره يې څېړنه وکړو.
۲۹) يوه ورځ له خپل ځان څخه وپښتو چې موږ د څه لپاره دې نړۍ ته راغلي يو، موخه مو څه ده او د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې مو څومره پرمختګ کړی؟
۳۰) يوه ورځ په ځان کې د لا مثبت بدلون په اړه څېړنه، فکر او مطالعه وکړو.
اى د رحمت او مغفرت مياشتې
اى د غفران او سيادت مياشتې
ته د نفسونو تزكيه يې ګرانې
دولسو مياشتو كې ويژه يې ګرانې
راځه راځه د عافيت مياشتې
اى د رحمت او مغفرت مياشتې
نن دې په مينه زه لمانځنه كوم
ستا د عالي شرف ساتنه كوم
ما دې منلى ماهيت مياشتې
اى د رحمت او مغفرت مياشتې
كاشكې د سولې پيغامونه راوړې
د نوي ژوند نوي رازونه راوړې
ورته لرو ډېر ضرورت مياشتې
اى د رحمت او مغفرت مياشتې
ډېر در كې ګورمه جنګونه كوي
ته يې ترې پاتې نور كارونه كوي
د دوى به څه شي عاقبت مياشتې
اى د رحمت او مغفرت مياشتې
په دې روش ډېر خفه كېږمه زه
د مسلمان په حال ځورېږمه زه
ډېر مې راټيټ شو شهامت مياشتې
اى د رحمت او مغفرت مياشتې
ستا په حضور كې چې انسان ځورېږي
په خاصه توګه چې افغان ځورېږي
راباندې جوړ شي قيامت مياشتې
اى د رحمت او مغفرت مياشتې
وايي ( پردېس ) له دې دنيا به ځم
بلې دنيا ته خامخا به ځم
چې بيا مې وكړې شفاعت مياشتې
اى د رحمت او مغفرت مياشتې
شعر: عرفات پردېس