د نړۍ مشهور سیاستوال له سهاره تر بېګا څه خوري او څښي؟

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ګیډه ځوان، زوړ، سیاستوال، مزدورکار او بل نه پېژني؛ دا له هرچا سره شته او ترې تمه لري، چې څه ور ولیږي څو فعاله وي او دا ورسره ژوندی او ګړندی پاتې شي.
خلکو ته به دا جالبه وي، چې پوه شئ د نړۍ مشهور مشران او سیاستوال له سهاره تر ماښام څه خوري؟
دلته به د ځینو مشهورو دغو څېرو د خوراک په اړه معلومات درکړو.
ډونالډ ټرمپ

ټرمپ په ۲۰۱۶ کې د امریکا ولسمشر شو، خو د جالبیاتو له وجې تر دې لا مخکې د نړیوالو رسنیو د پام وړ و.
د هغه د خوراکونو په اړه وی شوي، چې د ورځې په اوږدو کې درانه او منظم خوراکونه نه لري؛ بلکې فسټ فوډ یانې زر تیاریدونکي خوراکونه یې زیات خوښیږي او استعمالوي یې.
د ټرمپ له ځینو عکسونو او مرکو څرګنده شوې، چې هغه فیش دیلایت ، کی اف سي، برګرکینګ او همبرګر زیات خوښوي.
استیکي، پیزا او د فست فوډ نور ډولونه هم د ټرمپ د پام وړ دي او زیات یې کاروي.
ولادیمیر پوتین

پوتین ۶۶ کلن دی، خو د ورزش او ښه خوراک څښاک له کبله یې د دومره عمر سړی نه ښکاري.
د پوتین د خوراکي رژیم په اړه زیات معلومات په امنیتي دلایلو نه دي رسنیز شوي، خو خپاره شوي معلومات ښيي چې هغه چندان سحر خیزه یانې سهار وخته پاڅیدونکی سړی نه دی.
پوتین د سهارنۍ خوړلو ته بېړه نه لري. هغه غرمه مهال د سهار چای څښي.
ویل کیږي، چې پوتین له الکولو سره وران دی او نه یې څښي.
پوتین د رومیانو، بادرنګ او کاهو زیات شوقي دی.
د روسیې ولسمشر د خوسي غوښه زیاته خوښوي او ډېر وخت یې په ډوډۍ کې دا غوښه حاضره وي.
د دې ترڅنګ د ماهیانو زیات شوقي هم دی، چې د ځوان پاتې کیدو یو دلیل یې همدا ګڼل کیږي.
انګیلا میرکل

German Chancellor Angela Merkel looks on before the arrival of the Finnish Prime Minister at the Chancellery in Berlin on July 10, 2019. (Photo by Tobias SCHWARZ / AFP) (Photo credit should read TOBIAS SCHWARZ/AFP/Getty Images)

مېرمن میرکل له ۲۰۰۵ راهیسې د المان واګې په لاس کې لري او د نړۍ ترټولو پیاوړې ښځه ګڼل کیږي.
هغې په ۲۰۱۰ کې د یوې مرکې پرمهال ومنله، چې عجیب و غریب غذایي رژیم لري.
مېرمن میرکل وایي، وخت ته یې زیاته پاملرنه نشته، خو څه ته یې چې اشتها راشي، یا د خوښې وړ کوم څه وویني، خوري یې.
المانۍ واکمنه د ختیزې اروپا خوراکونه، روسي سوپ، بادرنګ، غوښه او دغه راز ځینې ایراني خوراکونه خوښوي.
ترزا مي

ترازمي د نړۍ د نورو مشرانو برعکس د فسټ فوډ زیات شوق نه لري؛ بلکې خوښیږي یې چې خوراک ورته په کور یا دفتر کې د اشپز له لورې پاخه شي.
دا نړیواله څېره پخپل کور کې د اشپزۍ تر سلو زیات کتابونه لري.
د سیرلي غوښه، ماستې او لېمو اوبو نه جوړ شوي کباب یې تر هرڅه زیات خوښیږي.
ترازمي نه په یوه مرکه کې پوښتنه وشوه، چې که ټرمپ یې مېلمه وي، څه به ورته پاخه کړي؟
په ځواب کې یې وویل، چې همدا کباب به ورته تیار کړي.
جاستین ترودو

د کاناډا صدراعظم په ۲۰۱۵ کې واک ته رسیدلی او له مشهورو نړیوالو سیاستوالو څخه دی.
هغه وايي قهوه یې خوښیږي او له اسیایي خوراکونو زیات خوند اخلي.
نوموړی له الکولو سره وران دی او وایي نه یې څښي.
امانوئل مکرون

د فرانسې ۴۱ کلن ولسمشر د نړۍ له ترټولو ځوانو سیاستوالو ګڼل کیږي.
هغه فرانسوي خوراکونه زیات خوښوي او د بل هېواد خوراکونه نه غواړي وخوري.
دا ولسمشر له قهوې پرته نورو زیاتو خوراکونو او څښاکونو سره جوړ دی.
دی په خوراکونو کې له سرو شویو پنیرو سره زیات خوشاله وي.
دغه ولسمشر د ادبیاتو پر یوې استادې یې په داسې حال کې مېن شو، چې ده نه ۲۴ کاله مشر و.
دوی په ۲۰۰۷ کې واده سره وکړ او اوس ښه سره خوشاله دي.
دی د ګڼو نورو سیاسي مشرانو برعکس د الکولو سخت شوقي دی، تردې چې د کور په ځمکتلي کې یې تر ۱۴ زرو بوتلو شراب ساتلي.
نارندرا مودی

مودي په ۲۰۱۸ کې د هند یو مشهور اشپز ورغوښتی و، چې د هند مشهور خوراکونه ورته پاخه کړي.
دغه اشپز وروسته وویل، چې مودي د ټولو اشپزانو د خوښې وړ ځکه دی، چې د خوراک لپاره زیات فرمایشونه نه لري.
د هغه په وینا مودي له انرژۍ ډکو خوراکونو سره زیات جوړ دی.
هغه ماښام د کبابو او وریجو خوراک خوښوي.
سهار یې وچه ډوډۍ او سبزیجات زیات خوښ دي.
دی د خپل هېواد خوراکونه زیات خوښوي او وایي نه باید پردي فرهنګ ته مات شي.
کیم جونگ اون

اون له څېرې هم زیات خوراکي ښکاري او ریښتیا هم زیات خوراکي دی.
هغه د سویسي پنیرو دومره شوقي دی، چې بیخي افراط پکې کوي.
دی قیمتي قهوې هم زیاتې څښي، تردې چې د کال پرې تر یو میلیون ډالره لګښت کوي.
دی د الکولو یانې شرابو سخت شوقي هم دی. ویل کیږي، چې نوموړی د مار د شرابو په نوم د نارینه جنسي قوت پیاوړی کوونکی شراب زیات څښي.
د ده د شرابو کلنی لګښت ۳۰ میلیونه ډالره اټکل شوی.
پاپ فرانسیس

د نړۍ د کاتولیکانو دا مذهبي رهبر ډېر ساده ژوند لري او ډېر لږ وخت په رستورانتونو کې لیدل کیږي.
هغه د چرګ سره کړې غوښه، سلاد او میوه زیاته خوښي.
کله، کله شراب هم څښي خو زیات معتاد یې نه دی.
دالایی لاما

د بودایانو رهبر هم ساده او معمولي ژوند لري.
هغه ماښام ډوډۍ نه خوري او نه له ماسپښين وروسته د شرابو څښل روا ګڼي.
فیرني، ډوډۍ، چای، د مېښې شیدې او نور د ده د خوښې وړ خوراک و څښاک دي.
هغه په ۱۹۵۹ کې سبزیجاتو ته مخه او غوښې ته شا کړه، خو د ناروغۍ له کبله بیرته د غوښې خوړلو ته مجبور شو.
دویم الیزابت

د برتانیې ملکه منظم او عصري ژوند لري.
هغه هرسهار اوه نیمې له خوبه پاڅیږي، یو ګیلاس چای او څو بیسکیټه خوري او بیا سهارنۍ ته ځان تیاروي.
په سهارنۍ کې غله جات، مستې او د نارنجو مربا زیاته کاروي.
د هغې دویمه ناشته د غرمې په یوه بجه وي. په دې وخت کې ماهي او سبزي خوري.
د نوموړې شخصي اشپز په یوه مرکه کې وویل، چې دا شیان یې زیات خوښيږي.
ماښام هم ماهي او سبزي خوري او دا یې د خوښې وړ خوراکونه دي