د افغانستان د آزادۍ د بېرته اخېستلو ۱۰۰مي کلیزي په ویاړ د هیواد په ګوټ ـ ګوټ کي د سپورټ بېلابېلي لوبي ترسره سوي او یو شمېر نوري هم رواني دي.
په همدې موخه د کابل ولایت په پلچرخي زندان کي د زدانیانو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره سوې.
د افغانستان د بدني رزوني عمومي ریاست پر عمومي فیسبوک پاڼه راغلي، چي دا سیالۍ زندانیان د پلچرخي زندان په عمومي ورزشي جمنازیم کي ترسره کړې.
پر یاده فیسبوک پاڼه راغلي، چي ددې سیالیو لپاره د بېلابېلو بلاکونو زندانیان سره یو ځای سوي وه او لوبډلي ئې ورڅخه جوړي کړي وې.
د پلچرخي زندان عمومي قومندان پاسوال غلام سنايي د زندانیانو ترمنځ د والیبال دا سیالۍ د زندانیانو لپاره تفریح او ګټوري وبللې او د ورزشي مسئولینو څخه ئې وغوښتل، چي زندانیانو ته نوري سیالۍ هم ترتیب کړي.
د بدني روزني عمومي ریاست ویاند عارف پيمان بیا وویل، چي ورزش هیڅ ډول بندیش نلري، نو په همدې خاطر ئې د هیواد د بیرته اخېستلو ۱۰۰مي کلیزي په ویاړ زندانیانو ته د والیبال سیالۍ ترتیب کړې.
هغه وویل، چي د هیواد ټولو ولایتي مسئولینو ته ئې خبر ورکړی، چي په زندانونو کي زندانیانو ته بېلابېلي سیالۍ جوړي کړي.
خپله په دې سیالیو کي ګډونوالو زندانیانو پر دې سیالیو خوښي وښودله او له مسئولینو څخه ئې د والیبال ترڅنګ د فوټسال، سوک وهني او پهلوانۍ په برخو کي د لوبو جوړېدو غوښتنه وکړه.
د پلچرخي زندان د ښووني او تربیې د مسئولینو د معلوماتو په آساس په یاد زندان کي تر ۲۰۰۰ ډېر زندانیان شتون لري، چي ډېره برخه ئې ځوانان دي.
دوی د ورزش په بېلابېلو رشتو کي سپورټ کوي او هر بلاک جلا ـ جلا لوبډلي لري او خپلي سیالۍ ترسره کوي.