ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
خوښي او خوشحالي هغه څه دي چي هر انسان ئې په خپل ژوند کي د لرلو هیله لري؛ او د همدې هدف په لاس راوړلو له پاره بېلابېلي طریقې په کار اچوي؛ څوک خوشحالي په لوړ مقام او چوکۍ، څوک ئې په ډېرو پیسو او شتو، او څوک ئې په نورو لارو چارو کي ویني. خو بیا هم وینو چي ډېری د لوړ منصب او مقام خاوندان په خپل ژوند کي خوشحاله نه دي؛ سکون نه لري، د ډېرو شتو او جایدادو لرونکي هم له خپل ژونده خوښ او راضي نه دي. ولي؟ ځکه چي: موږ د خوښۍ او خوشحالۍ اصلي سرچینه هېره کړې ده، هغه دا چي خوشحالي زموږ له درونه سرچینه اخلي او یوازي د څو غلطو عادتونو په لېري کولو سره کولای سو چي یو خوشحاله او خوښ ژوند ولرو. هغه بد او غلط عادتونه عبارت دي له:
اول: هره ورځ پلی تګ وکړئ او تازه هوا تنفس کړئ؛ د طبیعت او فطرت ننداره وکړئ او آواز ته ئې متوجه سئ او پرېږدئ چي د طبیعت او فطرت تازه والی تاسي آرام کړي. همدا له طبیعته او د طبیعي ښکلاوو څخه لېري پاته کېده سبب کېږي چي موږ ژوند له انرژي او انګېزې پرته تېر کړو. نو چي څونده مو وس وي له طبیعته لیدنه وکړئ او دا ډول فرصتونه مه ضایع کوئ او له دې امکاناتو څخه په استفادې سره له ژونده خوشحاله اوسئ.
دوهم: له کوم شي چي بېرېږئ او یا مو تر اوسه کړی نه وي، مه بېرېږئ او پرېږدئ چي ځیني وختونه روحیه ستاسي ماجراجويي ته لارښوونه وکړي؛ بده به نه وي چي ځیني وختونه داسي کارونه وکړئ چي نور فکر کوي تاسې وړتیا او توانايي نه لرئ او خپله هم له همدې بېرې هغه کار ته لاس نه سئ اچولای خو د عقل او منطق له نظره پوهېږئ چي دا کار کېدای سي.
درېیم: ځیني وختونه کېدای سي داسي فکر وکړو چي مهربان اوسېده او ښه کول زموږ په زیان دي خو په دې پوه سئ چي له نورو سره د میني او مهربانۍ کولو او وېشلو په اندازه هیڅ شی هم هغونده ستاسي سره په ژوند کي د خوشحالۍ تجربه کولو په مورد کي مرسته نه سي کولای.
څلورم: له رښتیا او حقیقت ویلو مه بېرېږئ؛ حتا که ستاسي په تاوان او زیان هم وي؛ هرکله چي د رښتیا ویلو سره عادت سئ، غوره او خوشحالتره ژوند به ولرئ.
پنځم: کېدای سي ځیني وختونه د خپلو کارونو او وظایفو د عملي کولو پر مهال لالهانده او سربداله سئ او ونه سئ کولای چي سمه پرېکړه وکړئ؛ په داسي وختو کي که تاسي له نورو څخه د مرستي او کومک غوښتل د کمزورۍ علامه وبولئ، کارونه له سخت څخه سخت تره کوئ. ځکه خو وايي چي: له افرادو د کومک او مرستي غوښتنه د کمزورۍ نښانه نه ده بلکي ستاسي سره په ژوند کي د خوشحالۍ او خوښۍ تجربه کولو په باره کي لا ډېره مرسته کولای سي.
شپږم: هیڅکله مه ناهیلي کېږئ او مه پرېږدئ چي ناهیلي مو له ژوند کولو پر شا کړي؛ مهمه دا نه ده چي څنګه هیلي او آرزوګاني لرئ، همدا چي د هیلو او آرزوګانو سره ژوند وکړئ او د ژوند د بهبود په هیله اوسئ، بس او کافي دي.
اووم: که غواړئ چي خوشحاله اوسئ همېشه ومُسېږئ. کله چي ځان ته ګورئ، همېشه پر شونډو باندي خندا خوروئ. په کوڅه، کلي، محل، پلورنځی، کارځای او یا بل هرځای چي اوسئ، همېشه پر شونډو باندي خندا ولرئ. ځکه مُسېدل یو نبوي سنت دئ او تر نبي علیه السلام به بل هیڅوک هم هغونده مُسک نه وو، لکه هغه مبارک صلی الله علیه والسلم چي به وو.
اتم: د خپلو دوستانو او ملګرو لیدو ته ورسئ؛ همدا چي په ژوند کي داسي څوک ولرئ چي هغوی ته پاملرنه وکړئ، ستاسي له پاره کافي دي او ستاسي له پاره ښه احساس رامنځ ته کوي او په ژوند کي درته خوشحالي در بخښي.
نهم: خپل جسم او بدن ته په ارزښت قایل سئ او هره ورځ لږ ورزش وکړئ؛ جسمي فعالیت یوازي ستاسي د جسم په ګټه نه، بل لا روح او روان مو هم آراموي او په ژوند کي د لا ډېري خوښۍ او خوشحالۍ سبب کېږي.
لسم: په ژوند کي مو لوی او کوچني اهداف مشخص کړئ او همېشه د هغو د حاصلولو په لټه کي اوسئ؛ دا ځکه چي له هدف او انګېزې پرته ژوند، خسته کن دئ او په ژوند کي د خوښۍ او خوشحالۍ احساس له منځه وړي.
پورته لس کړنلاري وازمویاست او بیا وګورئ چي ژوند مو له خوښۍ او خوشحالۍ څخه ډکېږي کنه. البته کېدای سي تاسي هم وکولای سئ چي پر یادو مواردو ځیني نور هم ور اضافه کړئ؛ نو مه بېرېږئ او وې ازمویاست او په ژوند کي له خوښيو او خوشحالیو خوند واخلئ.
یادونه: په ژوند کي د خوښۍ او خوشحالۍ حاصلولو په نیت زموږ نوري لیکني يوه په يوه له لاندینیو لینکنو څخه ولولئ:
- په خوشحالۍ پسي دا ۱۰ ګامونه واخلئ ” زموږ دا لیکنه له لاندیني لینک څخه ولولئ
- https://yaraan.com/old/happy-and-successful-life/
- د خوشحالۍ له پاره ستره پلمه:
- https://yaraan.com/old/june131/
- له ژونده د خوند اخیستلو له پاره ۵ آرونه:
- https://yaraan.com/old/enjoy-life/