په ملګرتیا کې باید کوم حدود وساتئ؟ دلته لیکل شوي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

لیکنه؛ ملیحه ناصري
ارزښتناکه ملګري تل د دې وړ وي چې د ژوند تر پایه دې ورسره پاتې شو او دا اړیکه وپالو، خو پالل یې ځینې داسې رمزونه لري چې د تلپاتې کېدو ضمانت یې کولی شي. هغه رمزونه خپل ځان او مقابل لوري ته د ځینو حدونو ټاکل دي. کله چې دوه کسان سره ملګري کېږي، ښه به وي چې د ملګرتیا د غځولو په خاطر پر دې  حدونو ورو ورو، نېغ په نېغه یا نامستقیماً یو و بل وپوهوي.
په ملګرتیا کې دغو حدونو ته پاملرنه ښه وي:

  • کبر نه، خو غرور انساني غوښتنه ده. هم خپل غرور مه پرېږدئ چې زیانمن شي، هم د ملګري غرور مه ماتوئ.

  • له عقیدهیي اړخه داسې ملګري ومومئ چې له تاسو سره یو ډول وي. که چېرې ډېره تقوا لرئ له بې تقوا انسان سره ملګرتیا لنډمهاله او ځوروونکې وي، نو له هماغو لومړیو ورځو خپلې اړیکې سستې کړئ.

  • کورني رازونه مه ورته وایاست او تاسو هم مه ترې غواړئ چې د خپل کور رازونه درته وسپړي. که د دواړو سره خوښه او یو پر بل مو باور و، ستونزه نشته.

  • په ټوکو ټوکو کې داسې خبرې تر خولې مه باسئ چې د مقابل لوري زړه مات شي. که په خوله وهم نه وایي، خو ورو ورو ځان لرې کوي.

  • د ټوکو پر مهال د کلام عفت ساتئ. ښکنځل او بې پته خبرې د انسان خپل ارزښت راکموي.

  • مه تاسو د هغه/ هغې په شخصي مسایلو کې ګوتې وهئ، مه دومره اختیار ورکوئ چې هغه دا کار وکړي.

  • هېڅکله هم یو د بل مبایل له اجازې پرته مه کاروئ. کېدای شي ډېرې خبرې یې پکې خوندي کړې وي چې نه غواړي بل څوک پرې پوه شي.

  • که کومه ستونزه یې لرله، ترې وغواړئ چې درته ووایي، خو اړباسئ یې مه.

  • هره هغه خبره یې چې درته امانت پرېښوده، د ژوند تر پایه یې وساتئ. که چېرې د خلکو په خبرولو کې ستاسې شخصي ګټه هم وي، خو ترې تېر شئ. د وخت په تېرېدو هر څه مالومېږي. اړتیا نشته چې مختوری دې تاسو ته پاتې وي.

  • که له چا سره یې مینه لرله، له فرهنګي پلوه به ملامت وي، خو انساني تمایلات او غوښتنې مه هېروئ. مانا هغه مه ملامتوئ او ځان ته دا اجازه مه ورکوئ چې د هغه/هغې اخلاق یا کړنې ناوړه وبولئ. ویې پوهوئ او مرسته ورسره وکړئ. د خپل ځان په هکله هم همداسې. هره خبره حل کېږي. ویې هڅوئ چې نکاح وکړي. که شوني نه و، له بېلارۍ یې وژغورئ.

  • کله مو چې چا ترمنځ کومه خبره وکړه، تر شخړې مخکې یې راوغوړئ او په کراره خبره مطرح کړئ. ورته ووایاست چې هغه کار یې کړی او که هسې تور یا تهمت دی. داسې به دوه نږدې ملګري نه سره خپه کېږي.

  • خپل کورنیز او ټولنیز مجبوریتونه ورته ووایاست او د هغه/ هغې اړتیاوې او مجبوریتونه هم درک کړئ.

  • کله چې له تاسو کومه چاره خرابه شوه یا مو تېروتنه وکړه. ورته ووایاست او مشوره ترې واورئ. برعکس هم.  هغه هم د تېروتنو په خاطر مه رټئ، او څه مو چې په خوله راتلل مه ورته وایاست، بلکې په آرامه یې وپوهوئ.

  • انسان دی، کېدای شي کوم ځلې د کوم څه په اړه بد ګومان پرې وکړئ، نو څارئ یې مه او جاسوسي مه کوئ. ګومان په شریعت کې هم منعه دی. هر څه به د وخت په تېرېدو خپله مخې ته راشي. یوازې صبر وکړئ. داسې کېږي چې سترګې او غوږونه مو تېروتي وي او هېڅ ملامت/ ملامته نه وي. ځینې وخت د ژوند لوبې ډېرې سختې وي.

  • هر هغه کس چې پرې ګران و، د هغه درناوی وکړئ او په سپکو نومونو یې مه یادوئ. که هغه پوه کس وي، پر دې به خپله پوهېږي چې ستاسو پر وړاندې هم همداسې وکړي.

  • که د جامو یا ځان د ناپاکئ له امله یې بوی ته، ورته مه ورته وایاست چې خیرنه/ خیرنې، ځکه د انسان غرور ماتول د هغه د زړه ماتولو مانا لري. کېدای شي داسې ستونزه به لري چې آن تاسو ته هم نشي ویلی.

  • دا به تل په یاد ساتو چې تر جامو د انسان اخلاق او خوی د درناوي وړ دي. اورېدلي به مو وي چې خزانه په کڼوالو کې وي.

  • که چېرې یې نه خوښېدل چې هره خبره له تاسو سره ګډه کړي، نو په ځلونو مه ترې غواړئ چې هله ووایه هغه خبره څه وه.

  • هڅه وکړئ دوه یا درې کسه نږدې ملګري ولرئ. تر دریو ډېر تاسو ته اروایي ستونزې پیدا کولی شي. ملګري باید ډېر وي، اړیکې باید پراخې وي، خو نږدې ملګري که ډېر شي تاسو خپله له ستونزو سره مخېدای شئ.

  • که هغه شتمن و او تاسو نه وئ، ځان تر هغه/ هغې کم مه ګڼئ. کېدای شي هغه ته تر شتمنۍ تاسو ارزښتمن واوسي.

  • وخت پر وخت یو د بل لیدو ته ځئ. که څومره هم بوخت وئ، خو د ژوند یوه برخه مو ملګري/ ملګرې ته ځانګړی کړئ. واټنونه مینه کموي نه، بلکې په تنګ کوي مو.

  • هر انسان فزیکي او اخلاقي کمزورتیاوې لري، نو هېڅکله یې د دې کمیو له امله مه ځپئ. او هغه هم باید ستاسو پر وړاندې همدا دریځ خپل کړي. د پوره کولو هڅه یې وکړئ، خو بدلول یې یا شوني نه وي یا هم وخت غواړي.

پورتنی خبرې مو چې عملي کړې، ملګرتیا مو تر دې حده رسېږي چې بیا به د حد ټاکلو ته هېڅ اړتیا نه وي، ځکه په تمامه مانا به یو بل پېژنئ.