فلسطین په اړه د امریکا چلند؛ چین سخت غبرګون وښود

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

چین د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د فلسطین مسئلې په اړه د متحده ایالاتو دوه ګونو معیارونو پر وړاندې سخت غبرګون وښود.

په غزه د اسراییلو د برید په اړه د امنیت شورا غونډه د چین د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ جوړه شوې وه، چې د اسرایل او فلسطین استازو پکې برخه اخیستې وه.

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپله پرانیستونکي وینا کې وویل، چې خونړی تاوتریخوالی باید سمدلاسه ودرېږي، دا جګړه په سیمه کې د بې نظمۍ او بشري ناورین لامل کیدی شي، نو د اسراییلو او فلسطین جګړه باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

په عین وخت کې چین د متحده ایالاتو دوه ګوني معیارونه غندلي او په یوه بیان کې یې ویلي، چې متحده ایالاتو د فلسطین اړوند په امنیت شورا کې د “یو غږ” په لاره کې خنډ اچولی، او په واشنګټن یې غږ کړی، چې خپل مسؤلیتونه ادا کړي.

چین وايي، دا ډېره د افسوس خبره ده، چې متحده ایالاتو د فلسطین په اړه د امنیت شورا پرېکړه بنده کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې هغه د امنیت شورا څخه د سمدستي اوربند او سخت اقدام غوښتنه کړي. چین د دواړو هېوادونو د حل لپاره خپل ملاتړ کوي، او د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ د خبرو د کوربه توب یې هرکلی کړی.

د یادونې وړ ده، چې د اسرائیلو اردو له تیرو څو ورځو راهیسې په غزې تړانګه بمبار کوي. د اسراییلو په بریدونو کې تر دې دمه شاوخوا ۲۰۱ فلسطینیان وژل شوي، چې په وژل شویو کې ۵۸ ماشومان او ۳۴ مېرمنې شاملې دي.

دې بریدونو تر دې دمه څو ودانۍ او کورونه ویجاړ کړي،چې له ۱۰،۰۰۰ څخه ډېری خلک یې بې ځایه کړي دي.