ژباړه: نسيمه محمدي
يوه هندي-امريکايي نجلۍ د ټايم امريکايي مجلې له لوري د “کال ماشومې” په توګه وټاکل شوه. دا مجله د ١٩٢٧م را پدېخوا د “کال شخصيت” ټاکي. تېر کال شپاړس کلنې، ګرېټا ټونبرګ دا ځاى نيولى وو.
ګيتانجالي راٸو، پنځلس کلنه ځوانه څېړونکې، د ټايم مجلې په تاريخ کې د “کال د ماشومه”۔ شخصيت ده. دا امريکايي مجله چې نږدې سل کاله تاريخي مخينه لري، په لومړي ځاى د “کال شخصيت” له امله په نړۍ کې خورا زيات شهرت ترلاسه کړى دى.
“ټايم” دا ځل د کلرادو ايالات څخه نوې ځوانه، چې د د څښاک د پاکو اوبو، د روږدي کېدلو/ اعتياد سره د مبارزې او په انټرنېټ کې د آزار پر وړاندې برخو کې د زياتو لاسته راوړنو په خاطر د “کال ماشومه” ټاکلې ده. پر دې سربېره، راٸو د ځوانو څېړونکو د ستونزو د حل لپاره د يوې نړيوالې شبکې د جوړولو په حال کې ده.
” کله چې زه د دغه چارې په کولو توانېږم، نو ټول يې کولاى شي.”
راٸو د ٥٠٠٠ نوماندانو ترمنځ چې له اته تر شپاړس کلونو عمرونه لري، ګټونګې شوې ده. دغه پنځلس کلنې نجلۍ د آنجلينا جولي، د هاليووډ مشهورې ستورې سره په مرکه کې ويلي دي:
“زه د يوې دانشمندې په توګه چې معمول ده، په نظر نه راځم.”
آنجلينا جولي دا مرکه د “کال ماشومې” سره د ټايم مجلې لپاره کړې ده.
ګيتانجالي راٸو وړاندې وويل، چې”زه په ټلوېزيون که معمولا زاړه او پاخه کسان د پوهانو په توګه وينم.”
هغه غواړي دا کليشه بدله کړي:
“زما پيغام دا دى، که چېرى زه په دغه کار توانېږم، تاسې يې هم کولاى شٸ، ټول کولاى شٸ هغه ترسره کړٸ.”
د ١٩٢٧م کال راهيسې، دا خبري مجله د “کال شخصيت” تر ډېره وخته “د کال سړى” په نامه ټاکل کېدل. تېر کال ګرېټا د چاپېريال د فعالانو څخه، د دغه مجلې په تاريخ کې د تر ټولو کم عمره شخصيت په توګه وستايل شوه.