ژباړه او ترتیب: بشر دروېش
د امریکا د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت یوه ځانګړنه دا ده چې ډېرو چارواکو ظاهرا د ټرمپ د سرزورۍ او حکومت د انحصاري کولو له وجې استعفاوې کړي.
ټرمپ لکه زموږ ولسمشرغني هم په لوړپوړو دندو کې د خلکو د زر ټاکنې مهارت لري او هم یې ډېر زر او اسانه له سیستمه ویستو کې نوم وتی دی.
په وروستي ګام کې، په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره نیکي هیلي له خپلې دندې استعفا وکړه.
د هیلي له استعفا سره د هغو کسانو شمېر تر۵۰ واوښت، چې د ټرمپ د واکمنۍ له پیله یې یا استعفا کړې او یا هغه ګوښه کړي دي.
لوی څارنواله:
په ۲۰۱۷ کې ټرمپ د امریکا لوی څارنواله مېرمن سالي یاتیس له دندې ګوښه کړه.
هغې د کډوالو پرضد د ټرمپ له سیاستونو سره مخالفت وکړ، چې دا مخالفت یې بالاخزه په ګوښه کیدو تمام شو.
ټرمپ د واکمنۍ له پیل سره یې، امریکا ته د ۷ مسلمانو هېوادونو د اتباعو پر ورتلو بندیز ولګوه، خو مېرمن یاتیس د دې فرمان له عملي کولو مخ واړوه.
د ملي امنیت سلاکار:
په ۲۰۱۷ کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایکل فلین پخپله له دندې استعفا وکړه.
د استعفا دلیل پر هغه د ټرمپ د ادارې فشارونه وو.
فشارونه د هغو راپورونو له خپریدو پر نوموړي راوړل شول، چې د فلین له لورې د روسیې سفیر ته پر روسیې د امریکایي بندیزونو د کمیدو د ژمنې په تړاو وو.
د سپینې ماڼۍ څو کارکوونکي:
په ۲۰۱۷ کې ټرمپ د سپینې ماڼۍ یو شمېر کارکوونکي د امریکا د مرکزي استخباراتو سي آی ای له لورې د دوی د ماضي په اړه تر څېړنو وروسته ګوښه کړل.
د ایف بي اۍ ریس :
د ۲۰۱۷ په مۍ کې د ایف بي اۍ چې د امریکا مهمه امنیتې اداره ده ریس جیمز کومي د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه تر پلټنو وروسته ګوښه شو.
د روغتیا وزیر:
د ۲۰۱۷ په سپتمبرکې د روغتیا وزیر ټام پرایس د روغتیایي بودیجې په اړه له ټرمپ سره د اختلاف له وجې استعفا وکړه.
د سپینې ماڼۍ د اړیکو ریس
په ۲۰۱۸ کې د سپینې ماڼۍ د اړیکو مدیر هوپ هیکس ترهغې وروسته استعفا ته اړشو، چې د ولسي جرګې د اړیکو کمېټې په ۹ ساعته غونډه کې یې برخه واخیسته.
وېل کیږي، چې هغه پخپله کاري برخه کې د ټرمپ له ادارې شکایتونه کړي وو.
د ټرمپ مطبوعاتي مرستیال:
په ۲۰۱۷ کې د ټرمپ د مطبوعاتي دفتر مرستیال شان اسپاسر له ټرمپ سره د اختلاف له وجې استعفا وکړه.
ده د دندې له پیل څخه ۱۰ ورځې دغه دنده خوشې کړه.
د سپینې ماڼۍ ستراتیژیست:
ستیف بنون په ۲۰۱۷ کې د دندې له پیل څخه ۷ میاشتې وروسته استعفا ته اړشو.
اقتصادي سلاکار:
ګري کوهن د ۲۰۱۷ د مارچ په ۶ مه د فولادو پر تعارفې له ټرمپ سره د اختلاف له کبله استعفا وکړه.
شخصي سکرتر:
ټرمپ د ۲۰۱۸ د مارچ په ۱۲ مه خپل شخصي سکرتر جان مک انټ ناڅاپه ګوښه او له سپینې ماڼۍ وویست.
د بهرنیو چارو وزیر:
ټرمپ د ۲۰۱۸ د مارچ په ۱۳ مه د بهرنیو چارو وزیر رکس ټیلرسون ګوښه کړ.
هغه ټرمپ سره مخالفتونه لرل او حتا هغه یې ” احمق” ګڼلی و.
ټرمپ په دې ورځ د نوموړي مرستیال استیو ګلدشتین هم ګوښه کړ.
د ملي امنیت سلاکار:
د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مک ماسټر د ۲۰۱۸ د مارچ په ۲۲ مه استعفا وکړه.
هغه د ایران خلاف د ټرمپ د خپلسرو بندیزونو مخالف و.
تبلیغاتي سلاکار:
د ۲۰۱۷ د مارچ په ۲۵ مه بوریس اپشتین له دې کبله استعفا وکړه، چې د ټرمپ په ټاکنیزو هڅو؛ په خاص ډول د تبلیغاتي هغو په اړه یې د پلټنو امر وشو.
د ملي امنیت شورا ویاند:
د ۲۰۱۸ د اپریل په ۸ مه د ملي امنیت شورا ویاند مایکل انتون استعفا وکړه.
د هغه استعفا د ملي امنیت د سلاکار په توګه د جان بولټون له ټاکنې سره هم مهاله وه.
د ټرمپ مدافع وکیل:
دون مک کوهن، چې د ټاکنو له وخته د ټرمپ مدافع وکیل و، په ۲۰۱۸ کې ترهغې اوازې وروسته استعفا وکړه، چې د امریکا په ټاکنو کې د روسیې له لاسوهنې سره د ده د موافقې په تړاو خپاره شول.
په ملګرو ملتونو کې سفیره:
نیکي هیلي د روانې اکتوبر میاشتې په ۹ مه استعفا وکړه.
ټرمپ د هغې د استعفا په اړه وویل، چې ۶ میاشتې مخکې نه هغې دا نیت کړی و.
ټرمپ هیله وښوده، چې مېرمن هیلي به په یوه بل رول کې له دولتي دستګاه څخه څرګنده شي.
ټرمپ په یوې تازه مرکه کې د جیم ماتیس د لرې کیدو خبره هم کړې ده او ویلې یې دي (( زه له مټیس سره ښه اړیکې لرم او دوه ورځې مخکې مو یوځای ډوډۍ وخوړه. له هغه سره زما اړیکې ښه دي، خو که رښتیا ووایم نو هغه یو څه ډیموکرات دی. کېدای شي چې خپله دنده پرېږدي. هرڅوک یوه ورځ نه یوه ورځ خپله دنده پرېږدي. دا واشنګټن دی.”))