راپور: بشر درویش
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون ماښام پلازمېنه دوحه کې د قطر لومړي وزیر شیخ خالد بن خلیفه بن عبدالعزیز ال ثاني سره وکتل.
افغان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د قطرلومړي وزیر ولسمشر غني ته د ښه راغلاست پرمهال قطر ته د هغه په سفر خوښي وښوده او وې ویل:
«قطر او افغانستان دوه دوست او وروڼه هیوادونه دي او موږ په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین او پرمختګ غوښتونکي یوو.»
په دغه کتنه کې دواړو لوریو د دواړو هیوادونو د اړیکو د لا پراختیا، د اقتصادي همکاریو، سولې پروسې او نورو پام وړ مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړې.
سرچینه زیاتوي؛ جمهوررئیس غني وویل، افغانستان د سیمې او نړۍ ټولو هیوادونو سره دوستانه او په دوه اړخیزو ګټو ولاړې اړیکې غواړي او د اسلامي هیوادونو مناسبات د هغو مشترکاتو او مقدساتو له امله چې لرو یې، زموږ لپاره ځانګړی ارزښت لري.
باید وویل شي چې ولسمشر اشرف غني په یوه سفر له کویټ وروسته قطر ته ورغلی دی چې هلته یې له افغان مذاکراتي پلاوي سره هم لیدلي دي.