پسرلی په موسمونو کې تر ټولو ښکلی او په زړه پورې موسم پسرلی دی چې ځان سره نوې هیلې، امېدونه او بدلونونه راوړي. پسرلی د کار او کسب، ښکال، ځال، ګل او بلبل سره تړلی موسم دی. پسرلی دی چې خلک د ابادۍ، سوکالۍ، کار او ژوند په لور وربولي. کله چې د ژمي سړې، اوږدې او زمولوونکې شپې تېرې شي، نو ایله خلک له بندو خونو د باندې تازه هوا کې د خوښۍ ساه واخلي. د مرغانو د اوازونو او د ګلونو د نندارو خوند اخلي. ونې بوټي او چمنونه زرغون شي، هر چېرې د طبیعت ښکال او ځال تر سترګو کیږي.
د پسرلي کلمه په اورېدو سره لومړۍ څه چې د چا ذهن ته راځي هغه د ګلانو وده کول دي، او ټول ځایونه تازه او جلا داره کیږي.
د پسرلي څخه هر انسان صبر او زغم زده کوي، لکه څنګه چې ځمکه د دومره ستونزو سره او وkې د پانو له لاسه ورکولو سربېره بیا هم وروسته له څه مودې بیرته خپل ځان تازه کوي او ټول ګلان یې نوي وده کوي. نو دا همدا مانا ورکوي چې موږ تل باید صبر وکړو ځکه د هرې شپې وروسته سهار هتمن شته، هیڅکله ستونزو ته ځان تسلیم نه کړو.
د پسرلي څخه بخښنه او سخاوت هم زده کولای شو، ځکه کله چې باران وشي له هیچا څخه نه سپموي او هیڅ څوک خپل له مهربانۍ څخه نه ناهیلي کوي. څومره به ښه شي که ټوله مسلمانان هم همداسې ځانګړنې ولري او د ټولو سره ښه چلند وکړي، هڅه وکړي چې ټولو ته خیر ورسیږي، چاسره کینه زړه کې ونه ساتي.
له پسرلي څخه زده کوو چې څومره نورو ته د راحتی احساس ورکړو، ځکه پسرلی هغه موسم دی چې د هر انسان خوښیږي او دې موسم کې ټوله تفریح لپاره دشتونو او شنو ځایونو ته ځي ترڅو ورنه خوند واخلي، همداسې ښه انسانان هم همداسې وي د هر چا خوښیږي چې ورسره واوسي او وخت ورسره تېر کړي.
نو اړینه ده چې موږ هم له پسرلي څخه ډېر شیان زده کړو او ښه ګټه ورنه واخلو.