د ولسي جرګې د دارالانشاء عمومي ریاست له اترا مخابراتي ادارې غوښتي چې پابجي ګېم دې له دې وروسته بند شي.
دوی په خپل مکتوب کې لیکلي چې له مودې راهیسې یاد ګېم د ځوانانو تر مینځ دود شوی, ګڼ شکایتونه ترې شوي دي؛ نو له اترا مخابراتي ادارې څخه هیله ده چې د ولسي جرګې د مخابراتو د کمیسیون د پرېکړې پر بنسټ وضعه شویو قانونو ته په کتو دې پر پابجي بندیز ولګوي او د ۷ورځو په ترڅ کې دې له دې بندیزه دوی کتباً باخبره کړي.
پابجي هغه لوبه ده چې په انټرنټ کېږي, د ساعت تېرۍ تر څنګ د انسان پر ارواه او فزیک باندې ناوړه اغېزې ښندي.