دا ځل هند پاکستان ته یوازې د خپلو دوو لوبغاړو په سلیزو ماتې ورکړه

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ياران سپورټ
په اماراتو کې د اسیا جام د څلور غوره ټیمونو په مرحله کې پاکستان د هندوستان په وړاندې په 9 ویکټو بدترینه ماتې وخوړه.
د اسیا جام په سیالیو کې دا د دواړو هیوادونو دویم ځل مخامخ کیدل او د پاکستان کرکټ ټیم ته د هند له خوا دویمه ماتې وه.
د لوبې بچه پاکستان ګټلې وه او د بیټینګ فیصله یې وکړه. پاکستان د ټولو پنځوس اورونو په ترڅ کې په اوو ویکیټو 237 منډې جوړې کړې خو هندوستان دا هدف ډیر په اسانۍ یوازې د یو لوبغاړي په سوزیدو پوره کړ. دوه هندوستاني لوبغاړو روهیت شرما او شیکر دووان په دې لوبه کې سلیزې جوړې کړې او تر پای ونه سوزیدل.
د پاکستان له اړخه بیا هم بهترینه لوبه شعیب ملک وکړه چاچې په دې لوبه کې د خپل هېواد په ګټه 78 منډې جوړې کړې. شعیب ملک او سرفراز وتوانیدل چې خپلو کې 107 منډې په شراکت جوړې کړي.
پاکستان د خپلې پاړۍ پیل په ډیر احتیاط وکړ، او پیلوونکي فخرزمان او امام الحق یې په غور لوبه پیل کړه، خو امام الحق له له لس منډو وروسته اوټ شو.
له نوموړې وروسته فخر زمان یو څه یرغلیز انداز خپل کړ خو د 31 منډو له جوړولو وروسته د ګلډیف یادوف له خوا ایل بي ډبیلو شو.
بل پاکستاني لوبغاړي بابر اعظم په 25 بالونو یوازې 9 منډې جوړې کړې. له دې وروسته تجربه کار لوبغاړي شعیب ملک او سرفراز احمد ښه ملتیا وکړه او خپلو کې یې 107 منډې جوړې کړې. شعیب ملک چې پاکستان یې د افغانستان په وړاندې له حتمي ماتې ژغورلی و، نن یې د هند په وړاندې هم په مسؤولانه لوبه وکړه. کیپتان سرفراز له 44 منډو وروسته اوټ شو. شعیب ملک له اصف علي سره په ملتیا لوبه روانه وساتله. اصف علي هڅه وکړه چې یرغلیز شاټونه ووهي خو په شل بالونو د ۳۰ منډو له جوړولو وروسته اوټ شو.
په ننۍ لوبه کې پاکستان دوه بدلونونه راوستي و، د حارث سهیل او عثمان خان پر ځای یې بیرته محمد عامر او شاداب خان په ټیم کې شامل شوي وو.
پاکستان د ۵۰ اورونو له لوبولو او اوو لوبغاړو له سوزیدو وروسته هندوستان ته 237 منډې هدف وټاکه. دا هدف کې څه هم ډیر ټیټ شمیر نه و خو هندي لورې یوازې د درې لوبغاړو په لوبولو چې یو یې وسوزیده او دوه یې ناسوزیدلي پاتې شول، په اسانۍ پوره کړ. او په دې توګه یې پاکستان ته د اسیا کپ په ننی لوبه کې په 9 ویکټو دویمه ماتې ورکړه.

روهیت شرما د هند له اړخه بهترینه لوبه وکړه. نوموړي په 111 بالونو 119 منډې جوړې کړې. په دې کې 7 څلوریزې او 4 شپږیزې هم شاملې وې. نوموړی تر پای اوټ نه شو.
بل هندي لوبغاړي شیکر دووان بیا د 14 څلوریزو او دوه شپږیزو په مرسته په 100 توپونو 114 منډې جوړې کړې. هند په 39 اور کې ټاکلی هدف یوازې د شیکر دووان په سوزیدو پوره کړه او پاکستان یې په لوی توپیر مات کړ. دوه هندي لوبغاړو په دې لوبه کې د ځان لپاره سلیزې هم ثبت کړې.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.