سلام زه پياز يم! د دردونو ارامولو ترڅنګ مو ښکلا هم زیاتوي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
لیکنه: مریم صدیقي

 
پياز د هرو خوړو د خوند جوړونکى ماده ده. چې اومه/ خام خوړل يې د انسان روغتيا ته ډېره ګټه رسوي.
پياز د مکروب ضد خواړه دي، ځکه د باکترياوو په وړاندې مبارزه کوي. او د انسان بدن له ګڼو ناروغيو ژغوري. ساينس هم دا ثابته کړې، چې پياز د درملو په څېر استعمالېږي . او د ځینو دردونو د ارامښت لپاره ترې له پخوا ګټه اخیستل کېدله، لکه د غاښ درد، د غوږ درد، تبه ….
د پياز علمي نوم Allium cepa دی، او په بېلابېلو رنګونو موندل کېږي لکه سپين پياز، ژېړ پياز، سور پياز او داسې نور….
داسې ويل کېږي، چې پياز له ميلاد څخه دمخه هم شتون درلود، مصريانو او کلدي خلکو به په خپلو خوړو کې ترې ګټه اخيسته. او پر دې باور وو، چې زموږ بدن ته ګټه لري.

 
مونږ تاسو ته د پيازو له بې شمېرو ګټو څخه ځینې يې دلته راخيستي.
۱ ـ  په پياز کې فاسفورس دي، چې په خوړولو سره يې د انسان فکري کارونه اسانه کوي.
۲ ـ  پياز د پوستکي ښکلا کې ونډه اخلي او څېره روښانه کوي.
۳ ـ  پياز په معده کې د ډوډۍ په ښه هضم کې ونډه اخلي او د معدې د سرطان څخه مخنيوى کوي.
۴ ـ  د پياز تخم د جنسي ځواک لپاره ګټور وي.
۵ ـ  پياز غاښونه کلکوي.
۶ ـ  هغه خلک چې د غوږ دروندوالى، درد او د غوږ موم يې زيات وي. نو د پيازو څو څاڅکې اوبه د غوږ ناروغۍ به مو ورکې شي.
۷ـ  د روغتياپوهانو په وينا، پياز د دې ځانګړنه هم لري، چې د مغزې سکتې او زړه حملې څخه مو وژغوري.
۸ ـ  پياز د شکر ناروغانو لپاره هم ګټه لري.
۹ـ  پياز هډوکي له پوچېدو/ پوده کېدلو څخه ژغوري.
۱۰ـ  که چېرې د غاښ درد لرئ، او نشئ کولاى، چې روغتون ته لاړ شئ، نو يوه ټوټه پياز واخلئ، له تراشک څخه يې وباسئ، چې اوبه يې ترې راووتې، نو مالوچ پکې ښه لوند کړئ، او پر خوږمن غاښ يې کېږدئ.