په ژبې سره د خاوند یا مېړه آزارول

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ژباړه: نوراحمد فضلي
آیا ستاسي سره تر اوسه داسي سوي دي چي کوژدن مو پرته له دې چي پوه سئ ولي او څنګه، ستاسې سره خفه سوی وي؟ ستاسي نامزاد همېشه تاسي ته نه وايي چي ستاسي خبري څومره تُندي او تېزي دي یا تر اوسه ددې نصیحت سره د کورنۍ یا دوستانو له لوري نه یاست مخامخ سوي.
هره ښځه د اړیکو په اوږدو کښي په یوې نه یوې بڼي کولای شي خپل آزاروونکی شخصیت وښيي او داسي رفتار وکړي چي مقابل اړخ پرېکړه وکړي چي اړیکه پرې کړي ترڅو لږ آزار وویني.
ژبنی آزار څه وخت ځان ښکاره کوي؟
دغه ښځي معمولاً د نامزادۍ په دوران کښي ستاسي سره خورا ښه چلند کوي، خو تر واده وروسته ئې چال چلند داسي تغییر کوي چي په رښتیا ورڅخه بې پروا کېږئ. هغوی په لومړیو کي د خپلو تُندو خبرو په وجه بخښنه غواړي، خو د وخت په تېرېدو سره د ځانو سره فکر کوي چي کولای سي هرڅه چې خوښېږي تاسي ته ووایي او هیڅکله د پښېمانۍ احساس هم نه کوي.
په ژبه سره آزار؛ له دنیا څخه د انتقام اخیستلو حللاره
ستاسي د مېرمني آزار و اذبیت په ډېرو وختو کي بې دلیله وي او تاسي همېشه فکر کوئ چي داسي کوم غلط کار مو کړی دئ چي باید د هغې دا کلمات واورئ حتا ځیني وختونه شونې ده چي پر مېرمن مو زړه هم وسوزي او فکر وکړئ چي د هغو سختو شرایطو په خاطر چي په ماشومتوب کې تېر کړي یا لرلي دي، ځکه نو ستاسي سره داسي چلند کوي، خو مې هېروئ چي کلامي آزار او پر تاسي باندي حمله – د هغې له نظره له هغي نړۍ انتقام اخیستل دي چي تاسې هم یوه برخه یاست. د ژوند د ملګري سره په اړیکه کي د خوندیتوب نشتون او عدم امنیت تر عشق او منطقي افکارو ډېر ستر او مهم دئ – ځکه خو هغه نه سي کولای چي په آسانۍ سره د یوې سالمي اړیکي لرل تصور کړي.
په ژبه سره آزار که رئیس اوسېدل
شاید تر څو مایشتو وروسته چي د ژبي تر ازار لاندي راغلاست، د ځانو سره فکر وکړئ چي دا ستاسي دوو کسانو ترمنځ د سالمي اړیکي جوړولو نشتون دئ او غواړئ چي د کورنۍ د برخي مشاور ته ولاړ سئ، خو که مو د سالمي اړیکي لرلو څخه هدف، د احساساتو شریکولو او د تصمیم نیولو سره مرسته وي، دلته باید د ژوند پر ملګري باندي ډېره تکیه ونه کړئ، ځکه هغه کولای سي چي ستاسي له همدې اظهار نظرونو څخه ستاسي په وړاندي استفاده وکړي.
آزارګره ښځه همېشه غواړي چي رئیسه اوسي او هرکله چي د خطر احساس وکړي په ژبه سره پر تاسي باندي حمله کوي ترڅو بیاځلي د اوضاع کنټرول په لاس کي واخلي. البته هغه غواړي چي ستاسي اړیکه بریالۍ وي او یوې ښې پالي ته ورسېږي، خو غواړي چي دا کار ئې هم په خپله طریقه او د خپلو اصولو سره سم ترسره سي.
له دې اړیکي څخه د خلاصون له پاره څه وکړو؟
متاسفانه اوس هغه وخت دئ چي باید حقیقت ومنئ، ستاسي د ژوند ملګرې اوله درجه آزارګره ده او داسي کار کوي چي تاسي د ځان په اړه ډېر بد احساس ولرئ. البته د جلا کېدو یا طلاق په اړه فکر کولو ته اړتیا نسته ولي چي یوازي د څو آسانو لارو چارو په مراعاتولو او له یوه ارواپوه څخه د مشورې په اخیستلو سره کولای سئ له دې سخت حالته راووزئ او د درملنې په ټوله موده او هر وخت چي مو د ناهیلۍ احساس کړی وي او فکر کوئ چي د ژوند د ملګري ژبه مو کله هم نه نرمېږي، نو در په یاد ئې کړئ چي یاده اړیکه په دې ډول مخ ته وړل یوازي ستاسي له پاره مضره نه ده، بلکي په ادامه کې ستاسي اولادونو ته هم خطرناک عواقب متوجه دي.
د آزارګر ملګري د کلامي جملو سره د مقابلې شېوه
1. هڅه مه کوئ چي د ژوند ملګرې مو تغییر کړئ.
ځکه تاسي دا کار نه سئ کولای. ځیني غلط دلایل به وي چي ولي هغه ستاسي سره دا ډول کړه وړه کوي. شونې ده چي هغه د ناامنۍ په احساس یا د ځان خوښوونکي شخصیت په اختلال اخته وي او په دې صورت کي تاسي د هغه د روان معالج نه سئ کېدلای.
2. د هغې کلامي جملې مه تکراروئ
ستاسي دا کار هغې ته درس نه ورکوي او یوازې په ذهن و دماغ کي دا نظر غښتلی کوي چي تاسي ددې داستان غیر منطقي اړخ یاست. ددې کار پر ځای، صبر ولرئ. هغې ته ئې په آرامۍ سره تشرېح کړئ چي کله هغه ستاسي په اړه داسي فکر کوي – څومره ناراحته یاست خو د هغې سره موافق نه یاست او هغې ته وواياست چي څومره مینه ورسره لرئ.
3. خپل حریم څرګند کړئ.
که ستاسي ژوند ملګرې تاسي ته توهين کوي – ورته وواياست چي خوښېږي مو په داسي ډول درسره چلند وسي لکه څنګه چې هغه په خپل ژوند کي د مهمو افرادو سره کوي. هغې ته وواياست چي زړه مو غواړي چي تاسي وستایل سئ او ستاسي ارزښتونو ته احترام وکړل سي او کې خپل کار ته ادامه ورکړه هغې ته ووایاست چي که ئې دا کار پرېنښود، تاسي نور بحث ته د پای ټکی ایږدئ. کې بیا هم بحث ته دوام ورکړ، په آرامۍ سره له خوني بهر سئ او هغې ته وواياست چي یوازې پرېږدئ څو د خپل رفتار په اړه فکر وکړي.
4. اجازه مه ورکوئ چي د ژوند آزارګرې ملګرې مو نورو سره ستاسي اړیکي پرې کړي
شونې ده چي د ژوند ملګرې مو وغواړي چي تاسي له خپلي کورنۍ و دوستانو جلا کړي. ډېره مهمه ده چي تاسي د ټولو هغو کسانو سره خپلي اړیکي وساتئ چي ستاسي سره دوستي پالي او تاسي ته احترام کوي.
5. یوه ماهر ارواپوه ته مراجعه وکړئ.
که د ژوند له ملګرې سره په اړیکه کي مو خپل ټول کوشش کړی دئ خو بیا مو هم د ژوند ملګري خپل چلند نه دئ تغیر کړی، حتمي ده چي د يوه ماهر ارواپوه سره چي تخصص ئې په ګډ ژوند کي کړی وي – ووینئ.