ژباړه: نسیمه محمدي
شک او نه ډاډمنتیا هغه څه دي چې په بېساري او نوي ډول ورسره مخ کېږئ. شک او نه ډاډ دا دی چې څه به پېښیږي او څنګه به داسې یو حالت کنټرولوو چې بېخي ورسره نه یوو مخ شوي.
کله چې شک او نه ډاډ زموږ په وجود کې دوام ولري، نو دا زموږ په بدن کې ځای پرځای کېږي او او هر وخت زموږ ذهني روغتیا ګواښي. په عین حال کې زموږ مغز هم داسې یوه برخه لري چې په دوامدراه توګه هر ډول خطرات سکېن کړي چې پوه شو، چې وړاندې څه وکړو.
د کورونا وایروس خطر هم زموږ په ذهن کې په لفظي ډول داسې یو ځای نیولی چې له ټولنیزو سیسټمونو سره یې زموږ تړون ته زیان رسولای او زموږ ژوند په دېډول سره پرې کوي.
په بریتانیا کې د یوې خپرې شوې څېړنې له مخې د دغه هیواد ۱۲.۵ میلیونه خلکو اټکل کړی و، چې د هغوی مالي حسابونه به د کورونا وایروس له امله زیانمن شي، د همدغو خلکو چې داسې اټکلونه یې کړي ول، د ژورخفګان کچه ۱۹ سلنه له هغو زیاته وه، چې هغوی د کورونا له امله په خپل عاید کې د هیڅ ډول کمښت په اړه څه نه ویل یا يې تشویش نه و کړی.
له نیمايي زیاتو خلکو چې د کورونا له امله د یوازيوالي احساس کاوه، ویلي کوښښ یې کړی و چې دوی خوراکي شیان کور ته پوره کړي ا و په خپل کور کې یې هم د نه خوندیتوب احساس کاوه.
ذهني او رواني روغتیا ډیره پیچلې ده او دا زموږ د دروني او بهرني چاپیریالونو له امله اغېزمنه کېږي. دا چې داسې وختونو او حالاتو کې څنګه دا روغتیا ساتلاى شو، راځئ دلته پرې درسره څو خبرې لرو:
دخیلېدل
موږ ټول له دې سره اشنا یوو، چې د کمپاینونو پرمهال تشوېقېږو چې راووځئ او ټاکنو کې برخه واخلئ، خو داسې یو څوک چې په منفي ذهنیت کې له وخته پاتې شوي وي، درته به وايي چې مه وځئ، دا دومره اسانه نه ده څنګه چې خلک بهر ویستلو ته هڅول کېږي یانې نه ګډون ته مو د خپلې منفي فکرۍ له امله هڅوي. ذهني ناروغۍ لرونکی انسان تل پر احساساتو حمله کوي او تاسې ته د نه بې ارزښتۍ، بې مرستې، ناهیلۍ، شرم او ګناهګارۍ احساس درکوي.
نو د ناروغۍ پرمهال له نورو د مرسته غوښتلو پرمهال ځان سره داسې احساس کول چې بې ارزښته یم ځکه کومک ته اړتیا لرم، دا د خپل ځان پر ضد دوامداره بده جګړه ده. نو پر همدې اساس که څوک وینې چې د چوپ کیدلو هڅه کوي یا خاموش دی، همداسې یې مه پریږده ور دخیل او شامل شه او مرسته ورسره وکړه.
د ځان پاملرنې ته مخه کړه
د ځاني ساتنې او پاملرنې تر شا پيغام اکثره وخت مغلق او ناسم تعبیرېږي، خو له روغتیايي اړخه خپل اهمیت لري. دا فکرونه، ګامونه او رویې دي چې ستا اوس او راتلونکی سره په احساساتي، ذهني، فزیکي او معنوي لحاظ تړي او معلوموي.
دا ځانته پاملرنه فعال اوسېدل داسې مانا لري، چې موږ نه پرېږدي خفګانونه مو ډوب کړي، مثلاً قدم وهل، له یوه مینه ناک انسان سره به خبرې کول، دمې اخیستل… یعنې دا کارونه د ځان پاملرنه ده، ځکه نه پرېښودل کېږې، چې د غمونو او دردونو دنیا کې ډوب پاتې شئ.
د کومک غوښتونکو پرځای هیله لرونکي شئ
له ځان سره په داسې هیله لرونکي بدل شئ، چې د دې وایروس په لوړو ژورو پسې باید ونه ګرځو، که دا په هرځای کې وي، باید پرځای یې ځانته داخلي یو ډیر ارام چاپیریال جوړ او برابر کړو.
د دې لپاره بايد، چې د خبرونو لیدلو وخت محدود کړو او ویې ټاکو چې کله او کوم وخت کې څه وګورو؟
باید په منظم ډول سره د خپلو د ټولنیزو رسنیو څارنه وکړو په داسې ډول چې له خلکو سره مرسته کوونکي، عامه پوهاوي کې رول لوبوونکي، رضاکاره او په نورو ډولونو سره خپل رول ادا کړو. یعنې هلته ښه دی، چې خلکو ته هیلې ورکړو او خپله له نورو د هیلو او ډاډ غوښتلو تمه راښکته کړو.
خپلې هیلې مو کمې کړئ
زموږ توقعات هغه وخت لوړ پاتې کیږي چې کله شرایط ښکته یا کمزوري شي، نو داسې مهال له یوه کړاو سره مخ کېږو.
هڅه باید وکړو چې له بې ځایه لوړو توقعاتو/ غوښتنو ځانونه وژغورو، ځکه که بیا له سختو حالاتو سره هم مخ کېږو، نو ډیر نه ورته ځورېږو او مقابله به کولای شو.
یعنې لکه د کورونا وبا او نورو شیانو په اړه باید ځان سره داسې یو ذهنیت جوړ کړو، چې هر څه به راځي؛ سخت وختونه، ګواښونه او نور… خو ځان به نه بې کنټروله کوو. نو دغسې مهال تاسې ذهناً چمتو شوي یاست، پر همدې اساس بیا ورته نه ځوریږئ.