ژباړه: نسیمه محمدي
جو فارمن سره له برایان ګاردینر او جان شانکین د ازون د پوښ د سوري کېدو په اړه مقاله په ۱۹۸۵ کال نېچر مجله کې خپره کړه. دغه الهام بښونکي څېزونه د موترال پروتوکول، هغه نړیوال هوکړه لیک چې په ټوله نړۍ کې د کلورو فلویوروکاربن تولید کنترولوي. له دې کشف څخه وروسته ډاکټر جو فارمن ډېری جایزې تر لاسه کړې. مدیر آلن رادګر د سویلي قطب د برېتانیایي سازمان نقشه اخېستونکې بیانوي:«جو» تکړه فزیک پوه وو او د هغه کار او زحمت زمونږ نظریې ته د طبیعي نړۍ په اړه بدلون ورکړ.
ډاکټر جو د دې کشف څخه وروسته زمونږ د سیارې په یو هڅاند سفیر بدل شو. ډاکټر جو د ازون پوښ سوري کېدو په پنځه ویشتمه کلیزه کې وویل: د ژوند چاپېریال اوس له ډېری لوریو د زیان لیدلو په حال کې دی. نوموړي سیاستمداران د فضا اړوند موضوعاتو کې ناکام وبلل زیاته یې کړه د دې اکسید کاربن ډېرښت په بشپړه توګه بې ځای دی.
جو همدارنګه د فضا په اړه د څېړنو په څرنګوالي هم انتقاد وکړ. ډاکټر جو د کمبریج پوهنتون، په ۱۹۵۶ د فالکند جزایرو چې مخکنې نوم یې په جنوبي قطب کې د برېتانیا نقشه او انځور اخیستل وو، وګمارل شو او په ۱۹۷۶ کې د کمبرېج پوهنتون د ریاست څوکۍ ته وګرځېد په هغه وخت کې د هغه پام په جنوب قطب کې د ازون سوري څارنې ته اوښتې وو.
د نوموړي وروستی سفر د جنوب قطب ته په ۱۹۹۰ کال کې د هغه له تقاعد سره سم وو. فارمن ګاردینر او شانکین خپله لومړنۍ مقاله د ۱۹۸۶ کال د مې په ۱۶مه په نېچر مجله کې خپره کړې وه. هغوی په دې مقاله کې د ازون اندازه په استراتوستر کې د ځمکې په ۲۲ کیلو مټرۍ او د جنوب قطب په پسرلي کې یې د ازون د چټک غلظت تحلیل ښودلی وو. د ازون پوښ هر کال نری کېږي. څنګه چې د ۲۰۰۷ کال د سپټمبر په ۱۳مه د ناسا څېړنې وښوده چې د ازون طبقې سوری خپل اوج ته رسېدلی دی او یواځې کولای شي ۲۵،۱ میلیون کیلو متر مربع( شمالي آمریکا د قارې په اندازه) ساحه پوښښ کړي. په جنوبي قطب کې د ازون طبقې سوری تر ټولو لوی حد ته رسېدلې او د دې پدیدې لامل د انسان په لاس جوړو شویو کیماوي موادو موجوده کالوري ده چې استراتوستر ته رسېدلې. د هوا پېژندنې اداره د کلوروفلوروکاربن محدود تولید له امله دا نتیجه اخلي چې د ازون طبقې سوری تر ۲۰۴۵ کال پورې ورغول شي، خو ناسا وایي د ازون طبقې دوه پر درې برخه تر ۲۰۶۵ کال نه یواځې د جنوب قطب پر آسمان، بلکه په ټوله نړۍ کې به نابود شي.