افغانستان ته د ازبکستان وارداتي برښنا ٣٠٠ مېګا واټه ته زياته شوه

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه
راپور: نسيمه محمدي

د برښنا شرکت اعلان کړى، چې ازبکستان هېواد د پنځه وارداتي برښنايي دستګاوو د تخنيکي ستونزو له حل وروسته، افغانستان ته د برښنا اندازه ٣٠٠ مېګاواټه ته زياته کړه.
د يکشنبې ورځ د جدي شپږمه نېټه، د برښنا شرکت په خپره شوې خبرپاڼه کې، ويلي دي چې د ازبکستان د وارداتي برښنا په عادي کولو کار روان دى، چې د برښنا واردات ٤٥٠ مېګا واټه ته ورسېږي.
په اعلاميه کې راغلي دي:

“مشترکين دې پوه وي، چې د برښنا شرکت رهبري هڅه کوي، د ژمي په موسم کې د برښنا وېش په غوره توګه تامين شي، خو د تخنيکي ستونزو رامنځته کېدل د تمې خلاف او د وړاندوينې وړ نه وي.”

له دې وړاندې وحيدالله توحيدي، د برښنا شرکت وياند رسنيو ته ويلي وو، چې ازبکستان، افغانستان ته د وارداتي برښنا اندازه د ١٦٩ مېګا واټه ته راکمه کړې ده.
د ښاغلي توحيدي په وينا، تاجکستان هم افغانستان ته وارداتي برښنا له ٩٠ څخه ٦٠ مېګا واټه ته راکمه کړې ده.
افغانستان هرکال له ايران، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان هېواد څخه د ٢٠٠ ميليونه ډالرو په ارزښت برښنا پېري.