چاغوالی د ځینو د رواني ستونزو او خپګان سبب دی

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

چاغښت نه یوازې دا، چې د جسمي ناروغۍ یو ډول دی، بلکې ځینې روانې مشکلات هم پیدا کوي. ډاکتران وايي، چې یو شمیر کسانو په ځانګړو توګه ښځو ته ډیر چاغښت رواني ستونزې هم پیدا کوي.
هندۍ ډاکتره ایم مران وايي، چې ددې کتانځای ته ګڼې چاغې میرمنې ورغلي او دې يې د وزن کمولو عملیاتونه ترسره کړي. هغه وايي، چې چاغې میرمنې د چاغښت پر ستونزه سربیره له زیاتو رواني ستونزو سره لاس او ګریوان وي.
د نوموړي په وینا چې ځینې هسې افواهات او بې اساسه خبرې او تشویشونه هم هم چاغو ښځو سره مله وي؛ خو په ټوله کې چاغې میرمنې له ځینو رواني ناروغیو سره لاس او ګریوان وي:
۱ـ په ځان د بې باورۍ احساس لري.
یو شمیر هغه میرمنې چې وزن یې ډیر زیات وي ،ځان ته په کم نظر ګوري او ځان د نورو سیال نه بولي. دوې تل د شرم احساس کوي او له ټولنیزې راشه درشې څخه هم محرومې وي.
۲ـ چاغښت سره لټي مله وي.
ډاکتران وايي، چې چاغې ښځې اوسړي د چاغښت په دوام لټ او تنبلیږي. دوې فکر کوي، چې د خپلو همزولو په څير چټک او چالاک نه دي، نو همدا احساس دوې د لټۍ په لور ټیل وهي.
۳ـ روحې فشار او پریشاني لري.
په چاغو میرمنو او سړیو کې د روحي فشار او پریشانۍ ستونزه موجوده وي. او روحي فشار دوې نور هم چاغوي. آن دوې چې کله خواړه خوري، نو خوراک ترې ډیر کیږي او لامل يې هم همدا روحي فشار دی. هغه ښځې چې عمرونه يې له ۱۸ تر ۳۰ کالونو پورې وي، معمولا تر ډیر فشار لاندې وي.
۴ـ د وزن بایللو کوښښ نه کوي.
یو شمیرچاغې میرمنې او سړي د خپل فزیکي صورت په وړاندې بیخې ناهیلې شوې وي. دوې د وزن بایللو کوم پرهیز او تمرین ته هم زړه نه ښه کوي. او فکر کوي چې دوی د خپل زیات وزن د کمولو لپاره هیڅ نه شي کولی، خو داسې نه ده، که هوډ وکړي ډیر څه کولی شي.
۵ـ په قهریږي، (غوسه) کیږي
یو شمیر چاغ کسان د خپل شاو خوا شیانو او کارونو په وړاندې جدي او قهرجن غبرګون ښيي. ددوې غټ وجود دوې ته د ځواک او قوت احساس ورکوي؛ خو په حقیقت کې دوې د ماشومانو په څیر کوچنی زړه لري او مرستې ته اړتیا لري.
۶ـ ډیپریشن (خپګان) لري.
چاغ کسان په خپل وجود کې ځینې داسې هورمونونه تولیدوي، چې د ډیپریشن او ژور خپګان لامل کیږي.