ژباړه: نسیمه محمدي
د معمول سره سم سهار ژر کار ځای ته ځو او د شپې ناوخته کور ته راځو. خپل ځان او کورنۍ ته اندېښمن یو. خپلې ورځنۍ چارې تر سره کوو. خپل ایمېلونه په کور یا د وزګارتیا په وخت چک کوو. کله، کله هم هیله کوو چې کاش ورځ مو له ۲۴ ساعته زیاته وایې. ډېر کار کول مو پر جسم او روح ناوړه اغېز لري. د لا پوهېدو لپاره زمونږ سره واوسئ.
په حقیقت کې ډېر کار کول د وزن د ډېرېدو یا د چټک ډنګروالي لامل ګرځي. البته دا هغه ستونزه ده چې ټول هېوادونه ورسره لاس او ګرېوان دي. د webMD موسسې د څېړنو پر بنسټ، ۴۴ سلنه لویان د خفګان او تشویش له نارامیو کړېږي او د ۷۵ تر ۹۰ سلنه د روغتیا لانو کتنځایونه له هغو ناروغانو ډک دي چې د خفګان له امله پیدا شویو ناروغیو څخه اغېزمن دي.
د ډېر کار کولو زیانونه او منفي اغېزې
په عمومي ډول ډېر کار کول د دوه مسألو په ګډون، ډېر استرس او کم خوب سره پیلېږي. لومړی به د تشویش په اړه وغږېږو. په داسې حال کې چې نارمل استرس مرسته کوونکي اوسي، مزمن تشویشونه چې هېڅ کله نه غوڅېږي او هره حلاره ګواښوونکې برېښوي، دېر خطرناک او زیان رسوونکي دي. که ډېرې ورځې د نارامۍ او تشویش احساس لرئ، په لوړ ګمان په زیاد کار کولو روږدي یئ.
هغه مهال چې دا وضعیت ډېر دوام وکړي د ډېری ستړیا او خفګان سبب ګرځي. تشویش هم د ډېری ناروغیو لکه د معدې اړوند ناروغۍ، لوړ فشار او د سینې قفس دردونو لامل ګرځي. حتی کېدای شي د هغو ناروغیو چې اوس ورسره مخ یئ د لا ډېرېدو لامل وګرځي.
همدارنګه استرس یا خفګان کولای شي ستاسې خوب ګډوډ کړي. هم کېدای شي خوب در نشي او یا هم پوره او بشپړ خوب ونه لرئ. د وروستي ځل لپاره چې خو نه وړلئ فکر وکړئ، آیا ذهن مو مصروف وو؟ خوب د بشر د اړینو اړتیاوو څخه دی، نو له همدې امله، په شپه او ورځ کې د ۷ یا ۹ ساعتونو څخه کم خوب ستاسې جسم او روح ته زیان رسوي. د خوب کمښت کولای شي تر څو تاسې په خپلو چارو سم تمرکز ونلرئ او ستاسې د پرېکړې کولو قدرت کم شي.
همدارنګه باید پاملرنه وکړو چې ډېر کار کول پر رواني سلامتیا بده اغېز لري.مزمن استرس د ژور خفګان او تشویش سره مستقیمه اړیکه لري او کېدای شي په دایمي تشویشونو بدل شي. په بشپړه توګه ښکاره ده چې ډېر کار کول ستاسې په شخصي ژوند هم منفي اغېز ولري. کله چې تاسې په کار کولو روږدي یئ، تل په ټولنیزو چارو کې ناوخته ګډون کوئ او ډېر لږ د کورنیو تر څنګ اوسئ. یا مو ډېری کتنې لغوه کړي دي، چې دا کړنه ستاسې د شاوخوا خلکو لپاره د خوښې وړ نده. په پای کې، ډېر کار کول په هره برخه کې د ډېرو ستونزو زېږنده ده.
څنګه ډېر کار ته پای ورکړو؟
په هغه صورت کې چې ډېر په کار روږدي یئ باید روغتیا پال ته لاړ شئ او د د درملنې په لټه کې شئ. په چارو کې مزمنه بوختیا شرایط ترینګلي کوي تر څو ټولو ته وخت ورکړل شي او پای ته ورسېږي. تاسې کولای شئ د استرس د کمولو له یوې خپرونې سره، خپل ژوند د تعادل حالت ته راوګرځوئ. په لومړي قدم کې، ځان ته یو پنځه دقیقه یي فرصت برابر کړئ او هېڅ کار مه کوئ. شاید عجیبه وي، خو یواځې کښېنئ او خپل شاوخوا چاپېریال ته غوږ شئ. اړینه نده چې په دې لنډ مهاله فرصت کې تاسې د ورځې لپاره کاري پلان ترتیب کړئ. یواځې کښېنئ او خپلو ساه ګانو او نفس اخیستلو ته غوږ ونیسئ. وروسته، کم، تر کمه دېرش دقیقې د سبا ناري لپاره وخت ځانګړی کړئ. په دې شېبو کې خپلو خوړو ته فکر وکړئ او کاري مسایل هېر کړئ. که چېری ستاسې د سبا ناري وختو یو ساعت وي، له کور بهر لاړ شئ او څو د قیقې قدم ووهئ. او په دغه موده کې هېڅ کاري مسله باندې فکر مه کوئ. په پای کې، هڅه وکړئ خپل کاري ساعتونه د امکان تر بریده کم کړئ. کولای شئ دا چاره په ورځ کې د ۱۵ دقیقو په کمولو سره پیل کړئ تر هغو چې په اوونیزه توګه ستاسې کاري ساعتونه ۴۴ ساعتونو ته ورسېږي.
د استرس څخه په ډکو شرایطو کې له هغه لارو چارو ګټه واخلئ چې د استرس په کموالي کې مرسته کوي. کله کولای شئ ژورې ساه ګانې واخلئ، شاور اخیستل یا د دوست او ملګرو سره چټ وکړئ. فکر مه کوئ هر څومره چې ډېر کار وکړئ په هماغه اندازه به ښه وي مهمه ده په سمه توګه کار وکړئ. ژوند له هغې ډېر لنډ دی چې د ډېر کار کولو او ډېر خفګان او تشویش سره یې تېر کړئ. لږ څه وخت هم د تفریح، له کورنۍ سره اوسېدلو او په ټوله کې، د ژوند څخه د خوند اخیستلو لپاره ځانګړی کړئ.