راپور: ملیحه ناصري
مساپر وړونکی اورګاډی د ایران له خوافه هرات ته راورسېد.
نن د ایران له خوافه د افغانستان هرات ته مساپر وړونکی اورګاډی راورسېد.
د هرات ځایي چارواکي وایي چې د دې رېل پټلۍ د پرانیستلو په پار چمتووالی نیول شوی او ډېر ژر به پرانیستل شي.
د دې چارواکو په وینا همدې پرانیستغونډې ته له ایران څخه یو تخنیکي پلاوی هم راغلی دی.
د افغانستان د وسپنیزې پټلۍ اداره وایي چې لومړی به په دې اورګاډي کې د دواړو هېوادونو تر مینځ سوداګریز توکي ولېږدول شي< بیا به د مساپرو تګ- راتګ پیل شي.
د خواف- هرات رېل پټلۍ درېیمه برخه به د ایران شمع تېز او د هرات روزنک سیمې سره ونښلوي.
څلورمه برخه به یې روزنک د هرات له مرکز سره ونښلوي چې چارې یې لا نه دي بشپړې شوي.
په دې رېل پټلۍ او اورګاډي سره به افغانستان خپل سوداګریز توکي په اسانۍ ترکیې او د سیمې هېوادونو ته ورسوي.