راپور: نسیمه محمدي
د عمان د سلطان هېثم بن طارق مېرمن عهد بوسعيدي د اکټوبر ۱۷مه د شنبې ورځ د عماني مېرمنو په ورځ، د دغه هېواد د فرهنګي، علمي، ټولنیزو او روغتیايي برخو یو شمېر شخصیتونه وستایلې.
بوسعیدي په مراسمو کې وویل:
“په تېرو پنځوسو کلونو کې، عماني مېرمنو زدهکړو او کار ته ډېر لږ لاسرسی درلود. په زدهکړو، قوانینو او رهبرۍ اتکاء سره به دوی، وتوانېږي په ملي جوړښت کې مهم رول ولوبوي.”
نوموړې زیاته کړه:
“عماني مېرمنو په دولتي او خصوصي برخو کې خپل وړ ځایونه ترلاسه کړل، او د هېواد دننه او بهر یې تاریخي اغېز، د ښځو د چارو د نړیوالو سازمانونو ستاینه وپاروله.”
مېرمن بوسعیدي ټینګار وکړ، چې خاوند به یې، په مهمو دولتي پوستونو کې د ښځو په انتصاب کې د پخواني سلطان قابوس چلند ته ادامه ورکړي.
د شنبې ورځې په مراسمو کې د ستایل شویو مېرمنو له ډلې، ډاکټره فاطمه بنت محمد العجم، د روغتیا وزیر مرستیالې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ سره د مبارزه له امله د د سرو زرو په مډال وستایل شوه.
سلطان هېثم د تېر کال جدي میاشت کې د تره زوی سلطان قابوس له مړینې وروسته، واک ته ورسېد.
نوموړي د سلطان قابوس د سیاستونو د تعقیب ترڅنګ، په کابینه کې د بنسټیزو بدلونونو او د کورونا وبا له امله، په نړیوالو بازارونو کې دولتي بیه ټیټه کړه.
د یادونې وړ ده چې، پخواني سلطان(سلطان قابوس) خپله مېرمنه طلاقه کړې وه او د ژوند تر پایه مجرد وو.