د شمالي کوریا واکمن کیم جونګ اون، له محدودو سیاستوالو څخه دی، چې نیږدې هرکار یې عجیب و غریب او د نړیوالو رسنیو د ډېر پام وړ وي.
کیم جونګ اون، دا ځل خپل مخالف ګاونډي هېواد (جنوبي کوریا) ته د دوو سپینو سپینو له ډالۍ کولو سره د نړیوالو رسنیو پام خپل کړی.
د سولې د هڅو دوام
د سپیو؛ هغه هم د سپین رنګو د ډالۍ کولو دلیل له جنوبي کوریا سره سولې ته د شمالي کوریا لېوالتیا ښودل شوې.
دواړه کوریاګانې، چې د اوږدې دښمنۍ سابقه لري، په وروستیو کې د سولې پر لور یې هڅې ګړندۍ شوي.
په دې برخه کې د نورو هڅو ترڅنګ د دواړو هېوادونو مشرانو په تېر اپریل میاشت کې د خپلو ګډو پولو په صفري نقطه کې سره ولیدل.
له دغې لیدنې سره د دواړو کوریاګانو د سږنیو لیدنو شمېر درېیو ته ورسېد.
د سپیو ځانګړنې
ډالۍ شوي سپي د پونګسان له نژاده دي او سرچینه یې دواړه کوریاګانې دي.
دغه سپي، د حیواناتو په ښکار او وفادارۍ کې نړیوال شهرت لري.
دا ډول ۲ نور سپي د شمالي کوریا د واکمن پلار او پخواني واکمن کیم جونګ ایل، د جنوبي کوریا د هغه مهال واکمن کیم داي جونګ ته په ۲۰۰۰ کال کې ډالۍ کړي وو.
هغه سپي، د جنوبي کوریا په پلازمېنه سیول کې ساتل کیدل، خو ۵ کاله مخکې د ۲۱ اولادونو له زېږولو وروسته په طبیعي مرګ مړه شول.