راپور: بشر درویش
د یونسیف له لوري نورستان ولایت د عامي روغتیا او پوهنې برخو سره د یو شمیر روغتیایي وسایلو مرسته وشوه
د نورستان مرستیال والي محمدهاشم فیضي دغه مرستي اړني وبللې او د يونیسف له مرستو یي مننه وکړه.
هغه په نورو مرسته کوونکو هم غږ وکړ چې دغې ولایت ته خپل پام ورواړوي.
د نورستان ولایت د عامي روغتیا ریس ذکي الله ستوري وايي، په دغو مرسته شویو توکو کې ۸۹ زره کولچي صابون د عامي روغتیا، شپږنیم زره د پوهني او پاتي نور یي د دغه ولایت عامه وګړو ته ورکول کیږي.
د نوموړي په خبره پر دې سربیره په دغه توکو کې سنیټیزر او د روغتیایي پرسونل له پاره یوه اندازه ماسکونه او لاس پوښي شامل دي.
ښاغلي ستوري په خپلو خبروکې په دغه ولایت کې د کرونا ناروغۍ حالات مخ په ځوړ یاد کړ او زیاته یي کړه چې دا مهال د دغه ولایت څخه لیږونکي نموني تر ډیره منفي دي چې دا په دغه سیمه کې د کرونا د ماتېدو هیله ورکوي.
د نورستان د پوهني ریاست د روغتیا برخې مسؤل ډاکتر سیداغا عرفان په خپلو خبرو کې د یونسیف مرستې د یاد ریاست له پاره نه هیردونکې وبللي او زیاته یي کړه چې دغه بنسټ له دوی سره په بیلابیلو برخو کې هر راز مرستې کړي دي.
نورستان د افغانستان له غرنیو ولایتونو دی، دغه ولايت کې د کرونا پېښې کمې ثبت شوي او د نورو ولايتونو په شان ورته جدي ګواښ نه دی پیښ شوی.