خبر: نسیمه محمدي
د سویدن د سلطنتي علومو اکاډمۍ، چهار شنبه د اکتوبر اوومه، ۵۱ کلنه فرانسوۍ دانشمنده امانوئل شارپېنټر او۵۶ کلنه، امریکایۍ پوهه جنېفر دودنا، د ۲۰۲۰م د کیمیا د نوبل جایزې ګټونکې معرفي شوې.
د داورانو کمېټې په خپله وینا کې ټینګار وکړ، هغه کړنلاره چې دغو دوو پوهانو د (جنټیکي قیچي) په نامه جینومونو د رغونې د پراختیا لپاره رامنځته کړې، له څېړونکو سره مرسته کوي، چې وکولای شي”د حیواناتو، بوټو DNA او مایکرو ارګانیزمونه د فوق العاده دقت سره بدلون ورکړي.”
د داورانو د هیات په وینا، دا طریقه “په چاپېریالي علومو کې انقلابي اغېز لري، د سرطان ناروغۍ د نوی درملنې سره یې مرسته کړې او ممکن، چې د ارثي ناروغیو درملنه په واقعیت بدله کړي.”
شارپنتیه او دودنا لومړۍ مېرمنې دي، چې په ګډه د نوبل د کیمیا جایزه ترلاسه کوي او شپږمې او اوومې مېرمنې دي، چې دا جایزه اخلي.
د “راجر پنروز”، راینهارد ګنتزل” او “آندریا ګِز” په نامه درېیو پوعانو د اکټوبر په شپږمه د black hole/ تور سوري د حیرانوونکو کشفیاتو په برخه کې، د ۲۰۲۰م د نوبل د فزیک جایزې ګټونکې معرفي شول.