نن د نړۍ د سولې د اتل نیلسن رولیهلالا منډېلا د زېږېدو ورځ ده، نوموړی د سويلي افريقا لومړنی ولسمشر و چې د ۱۹۱۸ کال د جولای په ۱۸مه زېږېدلی دی.
منډېلا په يوې داسې کورنۍ کې نړۍ ته راغی چې پلار یې څو مېرمنې درلودې، نوموړي کې ۳ وروڼه او ۱۱ سکه او ناسکه خويندې درلودې.
کله چې منډېلا ۹ کلن و د هغوی ګاونډيانو به د منډېلا مور دې ته هڅوله چې نوموړی ښوونځي ته ولېږي د ګاونډيانو له ډېر ټینګار وروسته مور یې منډېلا ښوونځي ته ولېږه خو په همدې کال یې خپل پلار له لاسه ورکړ.
د منډېلا پلار د خپل کلي له مشره غوښتي و چې د هغه تر مرګ وروسته د منډيلا روزنې ته پام وکړي او له هغه سره د هغه په زدکړو کې مرسته وکړي چې همداسې هم وشول. د کلي مشر منډېلا او خپل زوی چې جسټیس نومېده، جهانسبرګ ته ولېږل، تر څو هلته خپلې زدکړې بشپړې کړي.
هغه مهال په جهانسبرګ کې تورپوټکو ته د دندې او زدکړو اجازه نه ورکول کېده، خو منډېلا د شپې له خوا د فورټ هار او ويتواترزنډ په پوهنتونو کې د حقوقو په برخه کې زدکړې کولې. منډېلا هغه مهال يوازينی تورپوټکی و چې په جهانسبرګ کې یې دنده درلودله او وروسته بیا هغه په جهانسبرګ کې د وکیل په توګه دنده تر لاسه کړه.
لکه څنګه مو چې مخکې يادونه وکړه نیلسن منډېلا د سويلي افريقې لومړنی ولسمشر دی چې د دموکراتیکو ټاکنو له لارې ټاکل شوی و. نوموړی وړاندې تر دې چې ولسمشر شي په سويلي افريقې کې اپارټاید د مخالفینو يو مهم غړی او د افريقې د کنګرې مشري هم ور په غاړه وه.
هغه په وسلوال مقاومت کې د غړيتوب او فعالیت په تور محاکمه او زنداني شو. د منډيلا لپاره وسلوال پاڅون یوازینۍ لاره وه چې هغه یې خپلو موخو ته رسولای شو.
منډيلا له تاوتريخوالي کرکه درلوده او پر ضد یې مبارزه کوله. نوموړی ۲۷ کاله په زندان کې پاتې شو او په زندان کې به یې خپل فعاليتونه ترسره کول. منډېلا د بند ډېره موده د روبڼ جزيرې په زندان کې تېره کړه او همدا لامل و چې د اپارټاید خلاف په مبارزې کې تر ټولو مشهورې څېرې په توګه وپېژندل شو.
چې د اپارټايډ د سوليز مخالفت او ډيموکراتيکې سويلي افريقا د بنسټونو د رغونې له امله په کال ۱۹۹۳ کې د نوبل د سولې جايزه وګټله.
وروسته تر دې چې په ۱۹۹۰ کال کې منډيلا له بند نه خلاص شو، د سولې غوښتنې سیاست یې غوره کړ او دا کار د دې لامل شو چې سويلي افريقا د ډموکراسۍ پر لور ولاړه شي او سويلي افريقا د ټولو قشرونو استازی اوسي. تر دې وروسته منډېلا د ډيموکراتيکو ټاکنو له لارې د سويلي افريقې ولسمشر شو او بلاخره په کال ۲۰۱۳ زېږديز کال له نړۍ سترګې پټې کړې.
که نيلسن منډېلا ژوندی وای نن به یې د ۱۰۳ کلنۍ کلېزه وای.