ژباړه: شپنه سلګۍ
شین چای له ډېرې پخوا د وېښتانو د درملنې لپاره تر ټولو غوره او اغېزمن درمل بلل کېږي، له همدې امله د وېښتانو په بېلابېلو درملو کې کارول کېږي. څېړنو ثابته کړې چې شین چای په وېښتانو لګول د وېښتانو د تویېدو او ماتېدو مخنیوی کوي.
نن سبا ډېری ځوانان له وخت څخه وړاندې د وېښتانو له تویېدلو څخه سر ټکوي. هر ځوان هڅه کوي چې تر ډېره ښایسته او جذاب وېښتان ولري، چې لا ځوان ښکاره شي. که څه هم د وېښتانو تویېدل معمولي ده، خو کله ناکله د ځینو روغتیايي ستونزو له امله د وېښتانو تویېدل زیاتېږي او دا هغه څه دي چې ځوانان یې د مخنيوي لپاره د بېلابېلو دواګانو پېرودلو ته اړ کوي، خو ډېر لږ به وي چې دا دواګانې دې د وېښتانو د تویېدو مخنيوي وکړي.
لومړۍ هغه لاملونه چې د وېښتانو د تویېدو باعث ګرځي!
۱ – ارثي ستونزې؛
ډېری نارينهوو د سر وېښتان د ارثیت له کبله تويېږي، چې د دې ستونزې حل ډېر ستونزمن دی او درملنه یې هم بې پایلې وي.
۲ – په بدن کې د DHT هورمون زياتوالی؛
د نارينه په بدن کې يو ډول هورمون، چې DHT بلل کېږي، د دې سبب کېږي چې د وېښتانو فوليکلونه/ ریښې کوچنۍ شي او په پایله کې یې د وېښتانو د تويېدو سبب کېږي.
۳ – په وجود کې د ويټامين A زياتوالی او د پروټين لږوالی؛
په ځينو درملو کې د ويټامين A اندازه زياته وي، کوم کس چې یاد ویټامین د درملنې په موخه کاروي، نو باید د درملنې په دوران کې په کافي اندازه پروټيني خوراکونه وخوري، ګني د وېښتاتو خیر یې نشته.
۴ – د سګرېټو څکول؛
طبي څېړونکو ثابته کړې ده چې سګرېټ څکول د سر د وېښتانو په تويېدو کې لوى رول لري.
۵ – ناروغۍ او روحي فشارونه؛
کله ناکله په ناڅاپي ډول وېښتان نازک کېږي چې دا حالت هغه وخت رامنځته کېږي چې کله هغه اشخاص د ځينو ناروغيو او يا له روحي فشارونو سره لاس او ګرېوان وي.
۶ – مخرشي اوبه؛
ځينې وختونه خلک په داسې اوبو سر او ځان وېنځي چې د انسان د وجود لپاره تخريشي خاصيت لري، لکه ځينې مالګينې اوبه او داسې نور چې شخص له هغه سره حساسيت لري او د سر د وېښتانو د تويېدو سبب یې کېږي.
۷ – د تخريشي شامپوګانو او صابونونو کارول؛
ټولې شامپوګانې او صابونونه په يو ډول نه دي، بلکې هر صابون بېل کیمياوي جوړښت لري چې ځينې شامپوګانې د وېښتانو د تويېدو سبب کېږي، خو د دې ستونزې د حل لپاره بايد شخص د پوستکي متخصص ډاکټر ته مراجعه وکړي او د هغه په مشوره له يوې ځانګړې شامپو او صابون څخه ګټه پورته کړي.
شین چای او د وېښتانو د تویېدلو درملنه؛
شین چای د انټي اکسیډ په درلودو سره د وېښتانو د تویېدو مخه ډب کوي، او د وېښتانو پخه په بشپړه توګه له منځه وړي. په ټوله نړۍ کې د کمزورو وېښتانو د درملنې لپاره د روغتیاپالانو له لوري بېلابېلې لارې چارې وړاندې کېږي چې تر ټولو غوره لاره یې د شین چای کارول دي، ځکه شین چای د وېښتانو د تویېدو او ماتېدو مخه نیسي. که چېرې ستاسو وېښتان کمزوري وي، نو موږ درته د شین چای د کارولو وړانديز کوو، ځکه شین چای یوازې په ۲۴ ساعتونو کې ستاسو د وېښتانو د تویېدلو مخه نیولای شي.
د کارولو کړنلاره یې داسې ده چې يوازې هغه شین چای، چې تاسو یې د څښلو لپاره کاروئ، نیمه پیاله سوړ کړئ او خپل وېښتان د ۱۲ دقیقو لپاره پرې لامده کړئ، د دې ماسک څخه په اونۍ کې ۲ ځله د خپلو وېښتانو لپاره ګټه واخلئ.